د ناټو ۲ پوځیان ( چی یو یې امریکایی دی ) ووژل سول
د ایساف خبر پاڼه لیکی چی نن د افغانستان په جنوب کی د دوی یو عسکر ماین ووژﺉ خو دا یې و نه ویل چی څو نور زخمیان سول او دا پیښه چیری وسوه او مقتول د کوم هېواد عسکر و .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی پرون یو امریکایی مرین عسکر په هلمند کی طالبانو ووژﺉ خو دا یې و نه ویل چی هغه په مارجه کی ووژل سو او که بل ځای ، او دا یې هم و نه ویل چی هغه ماین ووژﺉ او که مرمۍ . په دې سره د امریکایی تلفاتو شمیر ۱۰۲۰ ته ورسېد .