غزل

36 | مارچ 14th, 2010


خوښ دزړو سره يم مه يادوه مــاته دځوانۍ كـــيسې
هغه پرنخوســــــــپرې بېځايه دمســــــتۍ كيســــــــــې

هيري مي كــــــــــړې هيري ســــــــولې تــــــــــيري سوې
ولاړې دحــــــــرم څخه هغـــــــــــه دپـــــــــــرۍ كيـــــــسې

خړسولم زمان ته چــــــــي مي خيال ورسره وڅـــــــېړى
پټي ګړنــــــــــګونوكړلې هـــــــغه دهســــتۍ كيـــــــسې

ځي له خپـــــــــــل ازل ســــــــره پرهغه لاره ځغـــــــــلــــــي
شاتـــه نه رادرومي دخسرواوشـــــــــهزادګۍ كيـــــسې

ولاړې خپل انګړته پرديســــــې يــــــــې نوره ختمه سوه
پټـــي زمانې كړې دادم او درخـــــــــانۍ كيــــــــــــــــسې

جوړسوه احمدي ته پېغورونـــه پرلـــــــــــمن بانـــــــدي
چي نظم ته يې ساتلې پرونۍ او پخـــوانۍ كيـــــــسې

Copyright Larawbar 2007-2024