ویسا : په کندهار کی جمعأ ۱۲ چاودني سوي دي
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی د کندهار والی ( توریالي ویسا ) او د داخله وزارت ویاند ( بشری ) ورته وویل چی په کندهار کی جمعأ ۱۲ چاودني سوي دي چی دوې موټری بمی حملې ، شپږ انتحاری حملې ( چی پر موټر سایکلونو او بایسکلونو سپاره وو ) او متباقی دیسی بمی چاودني وې . خبر زیاتوی چی د محبس تر خوا ۸ انتحاری واسکټونه ، درې راکټونه او د مشین ګن مرمۍ پیدا سوي دي . داخله وزارت وویل چی په دې حملو کی ۳۵ کسان وژل سوي او ۵۷ هم ژوبل سوي دي . په مړو کی ۱۳ پولیس او ۲۲ ملکی کسان دي ( چی شپږ یې ښځی او درې یې کوچنیان دي ) ، او په زخمیانو کی ۱۷ یې پولیس دي . راپور زیاتوی چی ۴۲ کورونه نړېدلي یا زیانمن سوي دي .
اسوشیټیډ پریس چی د ښاریانو سره مرکې کړي ، نو ټولو پر امریکایانو ، حکومت او طالبانو ډیر بد ویلي او ټول یې سخت غندلي او ویلي یې دي چی یوه خوا یې کنټرولولای نسی او بله خوا یې نیولای نسی چی د دې بزکشۍ قربانیان ملکی وګړي دي .