طالبان : د کندهار چاودني ناټو ته خبرداری و
اسوشیټیډ پریس د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له قوله لیکي چي د کندهار پرونۍ بمي چاودني ناټو خصوصاٌ د هغوی لوی قوماندان جنرال مک کریسټل ته یو خبرداری و چي پر کندهار یې د لویو عملیاتو چمتوینه نیولې ده .
ده وویل چي طالبان د ناټو او امریکایانو د دې تیاریو سره -سره کولائ سي چي هر ځای او د هر لوی ښار په دننه کښي هم خپل اهداف ووهي .
ده زیاته کړه چي هغوی د خپلو ټولو چمتوینو سره- سره بیا هم نسی کولائ چي زموږ د حملو مخ راوګرځوي .
طالبانو د ملکي خلکو د تلفاتو خبره هم رد کړه او ویې ویل چي زموږ اهداف ټوله خارجي او داخلي قواوي وې او که کوم ملکي تلفات پیښ سوي وي هغه د هغوی له لاسه دي .
وېډيو :