کور / سپورټي / غوږ (Auris) :

غوږ (Auris) :



غوږ یا (Auris)د انسان د اورېدو یو ډېر مهم حس دی . غوږ  د  درو  برخو څخه جوړ سوی دی .                
لومړی :-  د غوږ بهرنې برخه چې دغه برخه دغوږ د غوږوکي، د غوږ د نرمکۍ،  د غوږ سوري یا غار ، ککرکي او د باندني خوا د غوږ دپردي څخه جوړ سوی . د غوږ بهرنې خوا یوازي د اورېدو لپاره نه بلکې د ږغ لور، دږغ لوړواله، ټيټواله او  ډولونه ئي ښیي . د غوږ د غوږوکي کوږواله،  کاچوغ ډوله شکل ئي د ږغ خوځښت ځایونه (Resonator) جوړه وي، چې د ږغ خوا وي د ټاکلي لور څخه و ښیي . نو په  دې  ډول سره د ږغ د لور په اړه ئي هم  ډېررواله (Maximum) او لږواله (Minimum)   د  غو ږ  د فرکونسي (Frequency spectrum)  زګنال  سره سمه وي . او هم د ږغ د راتک خوا یاني  د مخ، د شا، پورته، کښته او د اړخو له  خوا ئي لوري څرګنده وي  .         دوېم : –  د غوږ منځنې خوا : په  دغه برخه پوري د غوږ پرده، د غوږ هډوککی ( سوټک او سندان )، کَږوکی او دغوږ «کړکی ګکه» اړه لري .
د غوږ ترُوم (شپلي)  د غوږ منځنې خوا د پزي او دستوني دسوري  سره تړي . د غوږ په منځنۍ برخه کي د ږغ پر مهال خوځښت راځي،چې ږغ د غوږ دننه خواته  و لېږدوي، چې په پوره توګه او سم  له بهره  نه زیګنال
(Signal) و دننه خواته  د غوږ  ورسوي .                                 درېم : – د غوږ دننه خوا : دغه خوا د غوږ په یوه وړوکي هډین خالي ځائ کي چې په لاتیني ورته (Labyrinthus osseus) وائي  پرته ده . دغه خالي ځائ د غوږ چين سره پخواکي او په نیغه د منځني غوږ  وشاته ځائ پر ځائ ده .   په دغه  هډین خالي ځائ  کي  يوه نازکه پرده د غوږ دننه خوا چې په لاتیني ورته (Labyrinthus membranaceus) وائي د
او رېدو« حلزون» څخه  چې په لاتیني ورته (Labyrinthus cochlearis) وائي، جوړه ده. چې په دې کي ږغ په عصبي خوځښت اړول کېږي .  په دغه خوا کي  د انسان د توازني غړي چې په لاتیني ورته                         (Labyrinthus vestibularis) وائي هم سته .  توازوني غړي د کږو نلکو څخه جوړ سوي دي، چې په سروکي ئي دوې بوغۍ دي،چې په لاتیني ورته  ( Utriculus   او   Sacculus) وائي . دغه بوغی د خوځښت بدلون او د ځمکي د کشش خوا پېژني .  د اورېدو « حلزون»  او د توازون غړي تقربا یو ډول جوړښت لري .  دواړه د اوبړینو  (Endolymphe)   توکو  څخه ډکي دي او د وېښتیانو هجرات لري . د وېښتیانو هجرې استوانه ئي شکل لري، چې د ۳۰ څخه بیاتر ۱۵۰ وېښته ډوله استوانه ئي اوږده تارونه  دي چې  پورته په پاي کې د هجرې پراته دي .                      د اوبړینو توکو په خوځښت  وېښتیان کږيږي اود اعصابو یون را پاره وي .  په پاي کي څه کښته ئي احساسي عصبي ريښې  لاتيني نوم ئي  (Sinsor Neuron) دی شتون لري، چې دغه یو ډول بیو شیمي مواد
(Neurotransmitter) نومیږي له ځانه راباسي . د ږغ د څپو یا دسر د خوځښت پوسیله  دغه وېښتیان سره ښوري او اندازه د
 (Neurotran Smitter) بدلون مومي . په توازوني غړي کي وېښتیان په یو ډول غوړزګي توکي غوړ دي، چې  پر دوي  باندي کریستل د کالسیم  کاربونات (Calciumcarbonat) پراته دي، چې دغه خوځښت واکمن کوي .  د اورېدو  د «حلزون» څخه د اورېدوعصب یوځائ د توازوني دعصب سره مغزو ته  ورځي .


اخیستونکځي  :    (Wikipedia)