کور / کره کتنه / یوازې دپوهني وزیرصاحب دې وګورې

یوازې دپوهني وزیرصاحب دې وګورې

یوازې دپوهني وزیرصاحب دې وګورې !

ددریم اوڅلورم مکرویان خلګ دخبلوبجیانونه په تنګ دي په دریم مکرویانوکي دوی لیسی سته چي یوه دشهید حاجی قدیرلیسه ده اوبله دعبدالهادي داوې لېسه ده چی دمکرویانوداکثروخلګوزامن هلته دزده کړې دپاره ورڅی ولی دبده دادواړه لیسی اوس دښووني اوروزنی پرځای دبدمعاشي په روزنتونوبدل سویدي  هلته اداره وجود نلري هلته نظم اودسپلین اصلا تراوسه چانه دي  لیدلې  استادان په ټولګی کی دشاګردانوسره حملی وهی . مسخرې کوي  شاګردان دځان سره سګریت اونورممنوع شیان راوړي داستادانوپه مخ کي په رسمی ټولګې کي یوبل ته سپکی سبورې واېې هلته ددې پرڅای چي شاګردان اخلاق زده کړی دبداخلاقی سندونه ترلاسه کوې په دې لیسوکی شاګردانوبانډونه لري هغه شریف شاګردان چی هغوې غواړې درس ووایی هغه دبدمعاشانولخوا درس ته نه پریښودل کیږي که څوک ادارې ته شکایت کوي یا دښوونځې دباندی اویا په ټولګی کی دننه ددي بانډولخوا وهل کیږې اوټکول کیږې . نه ېې دحاضرې سیستم سم دی اونه  هم ددرس  په دې بانډونوکي دځینودولتی زورواکو زامن  شامل دي چي نه استادان څه ورته ویلاې  سی اونه اداره دی کارڅوډوله مشکلات رامنځ ته کړیدې .

لومړﺉ : که  له دي ښوونځې نه نورولیروښوونځیوته ځان بدلوې  ټوله ورځ لای بند ی وي شاګرد په ساعتوساعتوپه لاروکي بند پاته کیږې  اونه سی کولاي چي پروخت لیروښوونځیوته ځان ورسوې .

دوهم : په دې دوولیسوکی بدبختانه نه درس زده کولاې سی اونه هم اخلاق اونه یی راتلونکی سمه بریښی اودلته خلګ تربل هرځای دښووني اوروزني شوق لري خوددې داهیله  په خاورولړل سویده دریم : اکثره خلګ چی په مکرویانوکی اوسیږې ډیره برخه یی کښته رتبه مامورین دی هغوې دخپلواولادودلارې دتګ راتګ دکراېې توان نلري ، اونه هم په شخصي ښوونځیوکي دفیس ورکولوتوان لرې . دبلي خوپرلویولاروهره ورڅ ځان وژونکي حملې کیږې اوداسی حملی به ډیرې کمی وې چي په هغه کی شاګردان نه وې وژل سوې  .

ښاغلې دپوهنی وزیرصاحب  کله چي دکابل دښارپه زړه کی ستاترږیره لاندې دخلګودبچوسرنویشت په دې ډول وي نوته به دنورستان دغرونو ، ته به دغور، اونورولیروولایاتوښوونڅی ځنګه اداره کوې ، ته مهربانې وکړه دمکرویانودخلګوته یوتلویزونی نماینده ولیږهچی دخلګونه پوښتنه وکړي چی دلته شاګردان درس وایی که بد معاشی زده کوی بیا ورسه په کانکورکی ددی دولیسو دکامیابې معیاروګوره  یوه ورخ ناببره ورسه وګوره چي په دي ښوونخیوکی څه تیریږې . خفیه مالومات وکړه چی ددی لیسومدیران په  څه کاروکي ډوب دي اودچا دخواحمایه کیږې ؟ولې دادواړی لیسی نه اداره کیږې ؟ ولي ددوی په اداره کی اصلاحات نه راځې ؟تاسی کولاي چي یوخوبدمعاشان له ښوونځی وباسې چي دنورعبرت سې تاسې کولاې چي دافاسدې ادارې تبدیلې کړی چي خلګ دخبلوبچودایندي  نه ډاډمن سې دپوهنی وزارت یواز ی دشاګردانوپرشمیرتجارت کوې نورورسره دتعلمی نصاب ، دشاګردانو دزده کړي ، ٭په اداره کي دفساد غم نسته .  ښاغلې وزیر صاحب کله چي ته دلاسپکرخولې ته ودریږی داسی خبری کوي چي خلګ به فکرکوې نورافغانستان تراروپا هم په ښوونه اوروزنه کي مخ ته سویدې .  ولې برعکس دلته اکثریت ښوونخيو دښووني اورزنی حثیت ته زیان رسولې دی . که یی نه مني تاچي هندوستان ته دزورواکواوپیسه دارانوزامن لیږلې  وه ته یی اوس پوښتنه وکړه چی څوهلته پاته دې څویی تښتیدلي دي ځکه هغوې هلته درس نه سې ویلاي دلته په واسطواوپیسوکامیابه سویدې اوپه اودهمدی لارې برسونه ورکول سویدې ، . خلګ روزانه مزدورې کوي اوخپل بچیانوته خرځ ورکوې دولس کاله یی ساتې اوستا ښوونځې ته لیږې په دې طمه چی دهغوی نه به یادخپلې کورنی اویاملت دپاره یوخدمتکارجوړسې ولی ستاله ښوونخيونه بدمعاشان اونیشیان راوزې .