بن لادن به هیڅکله هم د امریکایی محکمې مخ و نه ګوری

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 17th, 2010


فرانس پریس آژانس د واشنګټن څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا لوی څارنوال ( اریک هولډر ) نن په کانګریس کی رسمأ اعلان وکړ چی موږ به هیڅکله هم اسامه بن لادن په کومه امریکایی محکمه کی ځکه محاکمه نکړای سو چی هغه ځان ژوندی په لاس نه راکوی . ده وویل چی که احیانأ دغسی محکمه دایر هم سی نو هغه به د بن لادن د جسد او مړی سره وی او بس ، او موږ باید دغه تریخ حقیقت ومنو .
دا لومړی ځل دی چی د امریکا لوړ ترین عدلی مقام دغسی اعتراف کوی او له جوشه لویږی .

Copyright Larawbar 2007-2024