په امریکایی پوځ کی جنسی تیري اوج ته رسېدلي دي
فرانس پریس آژانس د امریکا د دفاع د وزارت ( پنتاګون ) په حواله خبر ورکړ چی په امریکایی پوځ کی پر ښځینه پوځیانو باندی جنسی تیري خپل ټاپی ته رسېدلي دي . پنتاګون وویل چی په ۲۰۰۹ کی دغه جبری زناوی د ۲۰۰۸ څخه ۱۱٪ زیاتي سوي دي ، یعنی په ۲۰۰۸ کی دا تعداد ۲۹۰۸ ته رسېدلی و حال دا چی په ۲۰۰۹ کی هغه ۳۲۳۰ تیریو ته ورسېد . دا صرف هغه شمیر دی چی ښځو یې راپور ورکړی دی .
خبر زیاتوی چی په امریکایی پوځ کی دغسی شکایتونه چندانی په باک نه راوړل کیږی . لکه څنګه چی د ۲۲۸۴ جنسی تیریو د جملې څخه صرف ۹۸۳ زانیانو یا حمله کونکو ته معمولی سزا ورکول سوې ده او بس .
خو پوځی ماهرین وایی چی امریکایی پوځ اوس داسی پروګرامونه تهیه کړي چی غواړي د هغو له مخی جبری زناوی په رضایتی زناوو سره واړوی .