کور / کره کتنه / دلمر ټلویزیون یو ښه ګام خو…

دلمر ټلویزیون یو ښه ګام خو…

پوهنیار عبدالجمیل واکمن

لمر ټلویزیون دخپلو نشراتو له پیل کولو تر اوسه پوري دپښتو ژبې په زړه پورې خپرونې وړاندې کړې دي چې زیاتي یې دستاینې وړ دي.
په دې وروستیو کې دغه ټلویزیون د((سلام)) په نوم یو په زړه پوري پښتو سریال هم جوړ کړی دی چې پخپله دډیرې ستایني وړ دی.په اوس وخت کې نور ټلویزیونونه یوازي هیندي او نور بهرني سریالونه نشروی چې یوشمیر یې زموږ دکلتوري ارزښتونو خلاف هم دي.
او یوه دا هڅه ونه کړه چې افغاني سریال جوړ کړي.
ملي ټلویزیون د(عشق پیري) په نوم سریال جوړ کړي چې پخپله دستاینې وړ دی خو… ملي ټلویزیون که رښتیا ملي وي باید په دواړو ژبو سریالونه جوړ کړي.
لمر ټلویزیون تر دې دمخه د ای،بی،سي، په نوم پښتو سریال هم جوړ کړی او دوام لري، او اوس دادی د(سلام) په نامه نوی پښتو سریال نشر کوي.
زه د لمر ټلویزیون دا اقدام ستایم او هیله لرم چی په راتلونکي ادامه ورکړي او پښتو سریالونه جوړ کړي.
خو کله چی دغه سریال ګورو فکر کوو چې یوازي دښاري خلکو ته جوړ شوی ، معلومیږی چې ددي سریال لیکوال لیکوال نه دی تر اوسه پوري چې ما د(سلام) سریال څو برخي لیدلې ډیالوګونه یې ډیر رسمي دي دغه ډیالوګونه اکثریت خلکو ته نه یوازې نا اشنا بلکه پردي دي. زیاتره وخت څوک نه ورباندي پوهیږي.
ډیالګونه دکرکترونو له حالت سره هیڅ نه لګیږي زه حیران یم چې د لمر ټلویزیون چارواکو ولي دي مسلو ته پاملرنه نه ده کړې،په دي سریال کی یو چرسي داسي خبري کوي ته به وایي چی یو سرحال عالم دی دکلیوال،معلم،پولیس افسر او کلیوالي میرمني خبري هیڅ توپیر نه سره لري، دغو ډیالوګونو دسریال خوند پیکه کړی دی.
زه دلمر لمر ټلویزیون له محترمو چارواکو څخه هیله کوم چی د(سلام) سریال په لیکوال له سره فکر وکړي په پښتو قحط الرجال او قحط اللیکوال نشته.
لمر ټلویزیون دی کوښښ وکړي ښه لیکوالان دي پیدا کړي تر څو داسي ښه سریال په ډیالګونو خراب نه شي.
دغه راز د لمر ټلویزیون د هفتې فلمونه چی دجمعې په شپو نشریږی هم دترجمي له اړخه ضعیف دي.ما چی تر اوسه دا فلمونه لیدلي چون ما په نورو ژبو کی هم لیدلي زیاتره وخت ډیري جملي تري باتي وي یا غلطي ترجمه شوی وي هیله ده د لمر ټلویزیون چارواکي ورته جدي توجه وکړي.
په پای کی د لمر ټلویزیون دمسوولینو دغه ښه او ملي ګام ستایم ، کور یی ودان چی ژبي او کلتور ته داسي خدمت کوي او هیله لرم چي دسلام سریال لپاره ښه لیکوال وګماري او دفلمونو دترجمان په باره کي هم نوی نظر وکړي.
د لمر ټلویزیون دنورو بریاوو په هیله.