کور / z_buitenland_news -- 5 / افتخارچودري:حکومت مي استعفا ته مجبوروي

افتخارچودري:حکومت مي استعفا ته مجبوروي

 


د سترې محكمې ګوښه كړل شوي رئيس افتخارمحمد چودري وئيلي دي چې  مشرف خپله واكنۍ ته دوام وركولو لپاره عدليه او نورې  ادارې له پشو غورځولې  دي د سترگ محكمې  يوه وكيل  اطهر من الله تيره ورځ  په اسلام اّباد كښې د يوه مطبوعاتي  كنفرانس  په ترڅ كښي  د پخواني چيف جسټس  په لاس  ليك سره ليكل شوي پيغام خبريالانو ته وركړ  چي كوم د اورپائى پارليمان مشر دفرانس  ولس مشر د بريتانيا وزيراعظم،دامريكا دبهرنيو چارو وزارت او نړيوال اقتصادي پورم ته استولۍ دى په  ليك كښې وئيل شويدي چى دى دغه ليك استولو ته ځكه  اړ شو چي يو كس چى ځان ته دپاكستان ولس مشر وائى  دده اورپاء ته  د دورې هدف  زما بد نام كول كوو  او پدغه  سفركښې  ده له ځان سره يوه كتابچه هم وړې وه چي  په هغه كښې  زما  په ضد دنهم مارچ  دتورونو په شمول نورو تورونه هم نوشته كړل شوي ووجسټس  افتخارچودري په خپل ليك كښې  زياته كړې ده چې  د جنرل پرويز مشرف  د ولس مشرۍ  موده پرپنځلس نومبر كال 2007 كښې پاى ته رسيدونكې  وه اوپه ستره محكمه كښې پردغه دوسيه باندې بحث  روان وو چى اّيا يو جنرال د ولس مشرۍ اجازه لري  او كه نه؟ خو پر3م نومبر پرويزر مشرف د غير اّئيني اقدام  په ترڅ  كښې  پيړني حالت  اعلان كړ او دخپلې  خوښې عدليه يې  رامنځته كړه افتخار چودري زياتوي  چي  دپوځ  مشر نه د اّئين  ماتولو اجازه لري  او نه په اّئين كښې بدلون  راوستلې  شي زه او زما كورنۍ په غير قانوني توګه  نظر بند ساتل شويده زما د ماشومانو زده كړي اغيز من شويدي افتخار چودري  په ډاګه كړيده چى حكومت ورباندې  داستعفا وركولو فشار اچوي  خو دى استعفا وركولو ته چمتو ندي د پرويز مشرف  د عدليه په ضد ګام ډير دخطره ډك دى هېواد د بنسټ پالڼي  سره مخامخ كيدى  شي ترهغه وخت پورې جمهوريت  نشي بحاله كيدلې  ترڅودهېواد عدليه  خپلواكه نشي.