کور / تازه خبرونه / يرتانيا د اسرييلو يو تن دپلومات د لندنه شړي .

يرتانيا د اسرييلو يو تن دپلومات د لندنه شړي .

برتانيا د اسراييلو يو تن دپلومات په دي تور له لندنه شړلي چي ګواكي د برتانيا پاسپورټونه يي په دبۍ كي د حماس د يو مشر محمود مبحوح په وژلو كي كارولي .

د برتانيا دبهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبند د برتانيا پارلمان (عمومي شورا ) ته په دبۍ كي دفلسطين د اسلامي مقاومت حماس د عسكري څانګي موسس محمود مبحوح په وژنه كي د برتانيا د ,12, نقلي پاسپورټونو د كارولو په اړه مالومات وړاندي كول .
ښاغلي ميلبنډ وويل چې د پخو شواهدو له مخې اسراييل د جعلي پاسپورتونو د جوړولو مسؤوليت لري .
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير وويل چې اسراييلو په تېره جنورۍ مياشت کې د حماس ډلې د يوه قوماندان محمود المبحوح د وژلو لپاره ۱۲ جعلي برتانوي پاسپورتونه کارولي وو .
ميلبنډ ويلي هغه څه چې په دبۍ کې پېښ شول او المبحوح ووژل شو، برتانيا پکې هېڅ لاس نه لري ، او نه يې وړاندې په اړه څه مالومات درلودل .
ده وويل : “موږ دې پايلې ته ورسېدو چې د جعلي پاسپورتونو دا چاره د اسراييلو د استخباراتو موساد كار دي . او په دې کې هم هېڅ شک نه لرو چې دا کار د اسراييلو لخوا شوی. دا يو ډېر خطرناک کار دی، چې زموږ خبلواكي ته زيان رسوي، په تېره بيا د يوه داسې هېواد لخوا، چې خپل ځان زموږ دوست ګڼي.”
ښاغلي ميلبنډ دا هم ويلي که څه هم اسراييل يو ديموکرات دولت دي، په يوه ډېره ستونزمنه سيمه کې ژوند کوي، خو د برتانیا حکومت اړ دی چې په دې شان پېښو کې خپل غبرګون وښيي او پر وړاندې يې ګامونه واخلي .
ميلبنډ په لندن کې د اسراييلو له سفير سره دوه ځلې ليده کاته درلودل، او هرځل يې دا ټينګار کاوه، چې په راتلونکې کې بيا داسې څه تکرار نه شي .
ډېوېډ ميلبنډ دا هم ليرې ونه ګڼله، چې ګني د جعلي پاسپورتونو د جوړوونکو له ډلې دې يو تن په لندن کې د اسراييلو په سفارت کې وي .
باور کېږي چې له لندنه د اسراييلو ايستل شوی دپلومات برتانيا کې د اسراييلو سفارت کې د موساد يو مامور و .
خو اسراييل دا نه مني چې ګني د محمود المبحوح په وژنه کې د دوی لاس و .
محمود المبحوح په تېره جنورۍ مياشت کې د دبۍ په يوه هوټل کې ووژل شو .

په فلسطين كي د دغي پريكړي تود هركلي شوي او د اسلامي غورځنګ حماس لوړ پوړي چارواكي صلاح بردويل ويلي چي بايد د دغه وحشي جرم املين د قانو ن منګولو ته وسپارل شي .

د بلي لوري استرليا هم د جغلي . نقلي . پاسپورتونو په اړه پلټني پيل كړي , له دينه وړاندي استرليا د اسرييلو په دغه كار خپل سخت غبرګون ښولي وو ,
د المبحوح په وژنه كي د دبۍ د پوليسو په وينا اسرييلو ګڼ شمبر بهرني جغلي پاسپورټونه كارولي دي , لكه استرليا , جرمني , برتانيا . فرنسا ز.
دا لومړي ځل نه دي چي اسراييل د برتانيا جغلي پاسپورتونه جوړي وي داسي او نوري ورته پيښي په وار وار شوي خو د اول ځل دي چي اسرييل د كوم ملګري هيواد د داسي ستوغي پريكړي سره مخكيږي.