امریکایان : د مارجې د کوکنارو کښت نه محوه کوو
اسوشیټیډ پریس د امریکایی پوځی قوماندانانو په حواله خبر ورکوی چی هغوی نه غواړی چی د هلمند په مارجه کی د تریاکو کښتونه او فصلونه له منځه یوسی . یو قوماندان ( کارل هې ونس ) ورته وویل چی « موږ اجازه ورکوو چی هغوی کوکنار وکری . که موږ هغوی له دې کاره منع کړو یا د خشخاشو فصلونه یې له منځه یوسو نو هغوی به بېله ځنډه زموږ پر ضد ودریږی . »
امریکایی پوځ وایی چی د مارجې د تریاکو مجموعی ارزښت ۴۰ ملیونه ډالره دی . ملګري ملتونه ادعا کوی چی طالبان د کاله ۳۰۰ ملیونه ډالره له دې درکه عاید لری .
افغان حکومت وایی چی موږ او امریکایان دا هرڅه محوه کولای سو خو ځکه یې نه کوو چی په اول ګام کی امنیت ډیر مهم دی او کله چی مارجه پوره آرامه سی او بزګرانو ته کوم بل بدیل ورکړه سی بیا یې نو له منځه وړو .
امریکایی قوماندان ( جوزف رینی ) وویل چی د مارجې د تریاکو څخه طالبان وروسته له دې ځکه عاید نسی تر لاسه کولای چی هر څه زموږ تر نظر لاندی کیږی .
خو مبصرین وایی چی د مارجې د تریاکو مسألې ټولی خواوی ( لکه بزګران ، طالبان او امریکایان ) زیانمن کړي خو یوازی به ځایی فاسد چارواکي ښه ګټمن کړی .