کور / رسنۍ / زه په زه پسي ګرځم

زه په زه پسي ګرځم

دپښتوپه ادبي نړۍ کي يوبل کتاب خپورسو
دکتاب نوم دی ، زه په ((زه)) پسې ګرځم ، نوموړي کتاب يوه نوې موضوع تر بحث او څيړني لاندي نيولې ده ، چي دهر چاه دپاره به په زړه پوري وي.
نوموړی کتاب يوولس فصله لري ، چي هرفصل يې يوبانډاردی. ليکوال په دغوبانډارونوکي هڅه کوي،چي د خپل خيال انډيوال سره يوځای خپل ريشتنی زه پيدااوکشف کړي.هغه خپل انډيوال ته وايي :چي زه په هر ځای او هروخت کي پسې ګرځم.هم دننه کتابوکي،هم دباندي په کوڅواوبازاروکي پسي ګرځم.هم په خپلد ځاني تجريبوکي،هم دنورو په مفکورواونظريوکي پسي ګرځم.هم په نفس او ځان منني کي،هم په جسم اودماغ کي پسي ګرځم.هم دنه فکرکولو په ټپ ولاړ حالت کي اوهم دزړه په تل اوانساني فطرت کي پسي ګرځم .
ليکوال وايي: چي زه په((زه )) پسي ګرځم اوبيا زياتوي چي دغه دوهم ((زه)) چي ما په غټوتورو ليکلی اوپه قوسينوکي مي نيولی دی اواوس  په دغه کتاب کي ور پسي ګرځم ، هغه يوازي زما دپاره نه ،بلکي دهر چا دپاره يوزه دی.هغه يو اصل ((زه)) دی.او په دې ارزي چي هرڅوک ورپسي وګرځي،هغه کشف او پيداکړي. او بيا ووايي:راځی چي موږ ټوله يوځای اوپه ګډه ورپسي وګرځو.