کور / مرکه / دوه مخی تلو یزیون !

دوه مخی تلو یزیون !

د کا پي رايټ او يو اړخيزه پاليسۍ  په اړه يې ځکه خبرې نه کوم چې ټول  کتوونکي يې اوس دې پريکړې ته رسيدلي چې يواځې د يو څومتعصبو  کسانو له لورې يې طرحې پر مخ وړل کيږې.
 همدارنګه د کا پي رايټ په اړه يې هم ليدونکو ته ښا يي مالومات وي ځکه اوس مهال  زياتې کورنۍ کيبلي چيلونه ښه پوره  ويني ، په   سټار پلس،   او زي  TV  چينلو  د (سارې ګا ما پا)  په نامه خپرونه  هره اونۍ  وړاندې کیدله  ، همدارنګه ((مهاکا موزيک مقابله)) پروګرام هم  د يا دولو  وړ  دی ، چې  د طلوع ښا غلي کار کونکي را ولاړ شول کټ مټ  د افغان ستوري په نا مه  خپرونه يې  جوړه کړه ،کور یې ودان خپلو دري ژبو ته خو زیار باسي   څنګه وایي  ((………….. کرک مړ )) ډیرې پیسې پښتنو وروڼو او خویندو هم خاو رې کړې تر څو  شباب  لومړۍ ستوری کړي  .
 (( رزم  و بزم))  خپرونه چې  په طلوع تلوزيون کې يې ژوند  ډير لنډ شو  هم کټ مټ د هندي  چينلو        کا پي رايټ و.
((هوای تازه )) اونيزه خپرونه چې  ما شومې  وياند ې لیمې ورته   ښه ښکلا  ور کړې د هنديانو نه کاپې کړې ده.
 اوريدلي مي دي (( چې په فرانسه کې  د خلکو د ورځنيو خبرو کلمې هم بل څو ک نشي ويلی ))  خو په افغانستان کې بيا د نورو   تقليد او کا پي را يټ کومه سخته خبره نه ده،  د طلوع تلويزيون په اړه خبرې  ډيرې دي  خو سږ کال  د افغان ستورو د پنځمې دورې  خپرونه چې ما خپله هم هره  جمعه شپه په پوره مينه کتله په ډيره نا ځوانۍ پا ی ته ورسيده  .
د خپرونې د ۱۲ ځلمیو  ګډون کوونکو څخه يو هم   زړه ور او نوښت ګر سندر غاړی حبيب الله شباب و، چې رښتيا شي د ده او د دريځ  يو شمير نورو ملګرو  خبرو او سندرو نه مې  يې پوره کيف اخیستی ، ځکه چې  شباب له  جنګ ځپلي هلمند نه دغې  پروسې ته  را غلی و چې د روشن تليفوني کمپنۍ او خپله ددغې متعصبې ادارې يو څو غړو لومړۍ  نمره شباب د دوهم نمره ولي سا زش پر ځای کښيناوه.

حبیب الله شباب  هم دې پریکړې ته رسیدلی چې رایې یې زیاتې وې خو د روشن کمپنۍ  لوړپوړو        ور سره در غلي کړې نوموړی وایي:

(( کله چې موږ درې تنه  پاته شوو هم زما رایې تر ټولو ډیرې وې   دکبیري  [۴۰۰۰۰]   د ولي سازش [۷۰۰۰۰] او ما [۸۰۰۰۰] ر ايې خپلې کړې وې  په  ورو ستۍ  اوونۍ کې مې رايې تر [۱۰۰۰۰۰] یولک زیاتې وې   ما ته ټولو خلکو مبارکي را کوله   چې ته  لومړۍ  مقام تر لاسه کوې ، بس  ډیره لویه نا ځواني يې را سره وکړه  دا ښکاره خبره ده هر ځای زه په ډاګه وایم چې  ما سره در غلي وشوه ))

تکړه ليکواله او ژورنالیسته دل افروز ځيرک وايي:
(( په وروستۍ اوونۍ کې مې شباب ته د ديار لس سوو افغانيو رايې ور کړې که  شباب سره درغلي نه وای شوې په پاتې  رايو يې بل کس هم کاميا بېدای  شو  دومره زياتې را يې   يې ګټلې وې،   طلوع په دې ډول چلونو بیا  د خپلو کتوونکو  زړه ما ت کړ ))
  د کا بل اوسيدونکی ځوان سمير اتل هم د شبا ب په  دوهم مقام  خفه دی وايي:
 ((  ما هيڅ دا فکر نه کوئ  چي شباب دي دوهم مقام  تر لاسه کړي تا سو کتل چي له  داورانو نه يي لوړي  نمري ا خستې د تالار خلکو پوره تشويق  کوئ  خلکو ورته رايې ډيري ور کولې  له ليري   ښکاريدله  چي د خپروني وړاندي کوونکي  هم ور سره پوره مينه در لوده هر ځل به يې په خواږه نا مه يادوئ خو دا چي په را يو کښې ور سره در غلي وسوه ټول يې خفه کړل موږ فکر کوئ  چي ازادي  رسنۍ به ډيري  پاکي او نا پيلي وي خو اوس چي يو شمير رسنيزو ادارو ته ګورو باور مو پري له لاسه ور کړی ))

په کا بل کې د يوه وړکتون دري ژبې  استاده ليلما چې د مياشتې پنځه زره افغانۍ معاش لري د افغان ستوري د پروسې په اړه خپل نظر په لاندو ټکو کې څرګندوي :
(( زموږ د کورنۍ  غړو ځکه شباب ته رايه ور کوله چې د هغه ساد ګي يې خوښه وه ما خپله هم   لومړۍ ځل وو  چې د افغان ستوري خپرونه مې کتله  او شباب  ته مې را یه ور کوله  ،  ټول ستوري د ستا يلو وړ دي خو  زه وايم هغه کس بايد اول شوی وای  چې     داو رانو   پوره پوره نمرې ور کړي   را يې خو د خلکو په لاس کې وې يو پيسه داره کس  ډيرې رايې خپل ځان ته کارولی شي ) .