اسلامي حزب : د سولي خبري ګټوري رواني دي
د لراوبر ويبپاڼي ته د اسلامي حزب له خوا يوه اعلاميه رسېدلې چي د افغان حکومت سره روانو خبرو ته يې اميدواري څرګنده کړې ده.
په اعلاميه کي راغلي چي کابل ته د حزب لېږل سوي پلاوي د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي، لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم، د ولسي جرګې له رئيس محمديونس قانوني، د مشرانو جرګې له رئيس حضرت صبغت الله مجددي، د اتحاد اسلامي د مشر استاد سياف، د جمعيت اسلامي د مشر برهان الدين رباني او د وحدت ګوند له مشر استاد محمد محقق سره د حزب اسلامي پلاوي بېلابېلي ليدني کړي دي.
د اعلاميې له مخي د حزب د پخواني مرستيال قطب الدين هلال او پخواني وياند قريب الرحمان سعيد په مشرۍ دغه پنځه کسيز پلاوي نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټپيفن ديمستورا سره هم وليدل او د سولي دپاره د اسلامي حزب پلان يې ورته وړاندي کړئ دئ.
اعلاميه وايي ټولو اړخونو د حزب اسلامي پلان ليدلئ، پر ځينو اړخونو يې خبري سره کړي دي، او د دغسي خبرو اترو د دوام غوښتنه يې کړې ده.