کور / سپورټي / په تاريخ کې لومړى ځل د نري رنځ درمل جوړ شول!

په تاريخ کې لومړى ځل د نري رنځ درمل جوړ شول!

استراليايي پوهانو د نړۍ په تاريخ کې په لومړي ځل داسې اغېزمن درمل جوړ کړي چې د سل يا نري رنځ ناروغۍ درملنه پرې کېږي، استراليايي باکټريا پېژندونکي نيک ويسټ فرانس پريس اژانس ته وويل چې د سيډني تحقيقاتي موسسې څېړونکو داسې درمل جوړ کړي چې کولاى شي په بنسټيزه توگه د نري رنځ د وژونکې ناروغي مخه ونيسي او د ميليونونو هغو کسانو ژوند له مرگ څخه وژغوري چې هر کال ددې ناروغۍ له امله مري

نوموړي وويل: موږ هغه پروټين تر څېړنې لاندې ونيو چې دهغۀ پروټين شته والى د سل (TB ) ناروغي د باکتريا د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړين دى او داسې درمل مو جوړ کړل چې ددې پروټين د توليد مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه موږ به په راتلونکو څو مياشتو کې په پرلپسې ډول په دې درملو کار وکړو، اودا به په تاريخ کې لومړى ځل وي چې د نري رنځ دناروغي درملنه کېږي .

نرى رنځ هغه ناروغي ده چې هر کال پرې ٩ ميليون کسان اخته کېږي او له امله په نړۍ کې دوه ميليونه کسان مري.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي: افغانستان د نړۍ په کچه دويم هېواد دى چې په نري رنځ د اخته کسانو شمېره په کې لوړه ده .

څو ورځې وړاندې د نري رنځ پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل وويل: په هېواد کې هر کال شا وخوا ۵۰ زره کسان په دغې ناروغۍ اخته کېږي چې ٣٣ زره يې مېرمنې دي.

سرچينې: فرانس پريس اژانس او بي بي سي