واشنګټن: وسله والو مرګ ژوبله واړوله

34 | مارچ 31st, 2010


د متحده ايالاتو په پلازمېنه واشګنټن کي څو تنو وسله والو پر خلګو ټکان کړي چي له امله يې درې تنه مړه او شپږ نور ټپيان سوي دي.
د پوليسو په وينا تر ډزو وروسته يو تن ځاى پر ځاى مړ سو او دوه نور په روغتون کي مړه سول، چي د يوه بل ټپي د ژوند حالت هم ډاډمن نه دئ.
پوليس وايي د ډزو په تور يې درې تنه له يوه ميل کلاشينکوف سره نيولي او د پېښي په هکله پوښتني ځني رواني دي.

Copyright Larawbar 2007-2024