ميدان وردګ:وسله والو پخوانی جهادي قومندان وواژه

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2010


د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتي ادارې لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي وسله والو دچک ولسوالۍ یوجهادي قوماندان اوقومي مشر په ويشتلی او وژلی دی .
د خبرپاڼي په حواله د چک ولسوالۍ دسیمه یېزې شورا مشرالحاج محمد ظاهر د ۱۳۸۹ لمریز کال وري په ۱۳ مه
نیټه په داسې حال کې چې دخپلو میرمنو سره دکابل څخه دکور په لور روان وو د چک ولسوالۍ دتوپ دشتې اواله سنګ ترمنځ د وسلوالو مخالفینو لخوا د(۸۰) کلونو په عمرد ډزو ووژل سو .

د ميدان وردګ والي حليم فدايي ويلي دي چي قاتلین به يې نيسي او د قانون منګلو ته به يې سپاري .

Copyright Larawbar 2007-2024