کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستاني جنرالانو پنځم فبروري لاريونونه کوي

پاکستاني جنرالانو پنځم فبروري لاريونونه کوي



دپاكستان پخوانيو جنرالانو  د قومي  حكومت رامنځته كولو سره په پنځم  فروري  په ټول  هېواد كښې  د احتجاجى مظاهرو كولو اعلان وكړ د شخصي ټلويزون  د راپور تر مخه پخوانيو جنرالانو  غوښتنه كړيده چى  جسټس  رانا بګوان راس دي دانتخابى كميسون رئيس وټاكل شي  او مشرف دي استعفا وركړي .


 د يوې  غونډې  په ترڅ  كښې  د پاكستان دپوځ  پخواني مشر مرزا اسلم بيګ وويل چى  د هېواد د يوه مهم كس د لوري چى په اوروپا كښې  اوسيدلو سره د پاكستان د پخوانيو پوځي افسرانو په ضد بيانونه د غندنې  وړدي م هېواد دسختو حالاتو سره مخامخ دى قومي حكومت  دي جوړ شي مجيد ملك وويل چى ولس مشر پرويز مشرف پوځ ته زيان رسولى  دى  جنرال ( ر ) حميد ګل وړانديز وكړ چي  د پخوانيو جنرالانو يوه كميټۍ دي جوړه شي.