کندوز:درې جرمني پوځيان مړه او ۵ زخميان سوه

د لراوبر اداره | اپریل 3rd, 2010


طالبانو دکندوز د چاردرې په ولسوالي کي د جرمني پوځيانو پر مرکز بريد کړی دی چي د لمړنيو راپورونو پر اساس درې جرمني عسکر پکښي وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي .


ولسوال عبدالواحد عمرخېل جګړه تائيد کړه خو د مرګ ژوبلي په اړه يې ناخبري وښوده ، نوموړی وايي چي جګړه لومړی د عيسی خيلو په کلي کي رامنځته سوه .


يوه سيمه ايز چارواکي لراوبر ته وويل چي په دې جګړه کي سيمه دطالبانو يو قومندان هم ټپي سوی دی او يو شمېر کورونه د څرخکو د بمباريو پر مهال نړېدلي دي .


دجرمني پوځيانو وياند ومنله چي د طالبانو سره د نښتي په پايله کي درې جرمني پوځيان مړه او پنځه نور سخت ژوبل سوي دي ، د جرمني پوځ وياند له قوله جګړې تر پورتنۍ مرګ ژوبلي وروسته يې هم دوام درلود .


دا چي په دې جګړه کي ملکي خلکو ته د ځاني او مالي زیان کچه څومره ده ، تر اوسه نه ده معلومه .

Copyright Larawbar 2007-2024