ورځپاڼو ته کتنه

34 | اپریل 3rd, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې ولسمشر كرزي او لويديځ ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د ښاغلي كرزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې ددوې ترمنځ اړيكې خورا كړكيچنې دي.
ورځپاڼې په لويديځ د ولسمشر كرزي د وروستيو انتقادونو په اړه د ډاكټر عبدالله غبرګون هم راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د ښاغلي كرزي څرګندونې د ملي ګټو په خلاف دي.
ورځپاڼې د ډاكټر عبدالله په حواله وړاندې ليكلي، چې ښاغلي كرزي په پوره بې مسؤلتۍ سره داسې مسايل مطرح كړل، چې د افغانستان راتلونكې له ګواښ سره مخ كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د طالبانو په خلاف د مبارزې لپاره د پاكستان په سياستونو كې په بدلون تبصره كړې او پدې اړه يى د دغه هيواد د جنرالانو څرګندونې ترپوښتنې لاندې راوستلي دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاس وهنې په اړه د ولسمشر كرزي وروستيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د پيټرګالبرت دفتر د درغليو په قرارګاه بدل شوې وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي د څرګندونو ننګه كړې او ليكلي، چې افغانان په انتخاباتو كې د بهرنيانو لاس وهنه نشي زغملې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته هم كتنه شوې او له هغو سره كيدونكي چلند ته په اشارې ليكل شوي، چې افغان ولس د ستونزو حل غواړي نه د هغو ژورول.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه پورته شوي غبرګونونه راخستي او د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند په حواله يې ليكلي، چې اوباما د ښاغلي كرزي قضاوت نه مني.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې د ولسمشر كرزي په وروستيو څرګندونو بحث كړې او هغه يى د ولسي جرګې لخوا د ولسمشر كرزي د تقينيني فرمان د رد غبرګون بللې دې.
د ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې د افغانستان له روانو پيښو سره د نړيوالې ټولنې چلند ته كتنه شوې او هغه څو ګونې بلل شوې دې.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي له تقنيني فرمان سره د ولسي جرګې په چلند شك څرګند كړې او ليكلي، چې ولسي جرګې ته پكار وه، چې دا فرمان يى تصويب كړې واى.
ورځپاڼې ليكلي، چې د ولسي جرګې په چال چلند د شتو شكونو د لرې كولو يوازنۍ لار داده، چې دغه جرګه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان د ځينو تعديلاتو په راوستلو سره له سره تصويب او بهرنيانو ته يو افغاني او تاريخي ځواب وركړي.
په ورځپاڼه كې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ روانو خبرو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د حزب پلاوي له دولت سره د خبرو په لومړي پړاو خوښي څرګنده كړې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نړيوالو همكارانو په خپل سرو كړنو بحث كړې او ليكلي، چې ددوى دا كار په افغانستان كې د موجوده نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې وړي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې ملي حاكميت او نظام جوړونه د افغان ولس مسؤليت دې.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه كې د ډاكټر عبدالله او دځينو نورو كړيو په غبرګونونو بحث كړې او ليكلي، چې اوس يى وخت دې، چې دوى له ولسمشر كرزي سره اوږه وركړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې كړنې انځور كړې او پكې له نړۍ نه دا پوښتنه شوې، چې ايا په افغانستان كې سوله او ديموكراسۍ راوستلې شي؟

Copyright Larawbar 2007-2024