کور / شعر / پښتونخوا

پښتونخوا

دا د پښتنو وطن دی پښتونخوا نومیږي
هر یو بچی یې تورزن دی پښتونخوا نومیږي

وطن په عشق کې کوره دا هسې سربازان دي
تړلی په سر کفن دی پښتونخوا نومیږي

ځوان دی که بوډا قربانیږي د وطن په ننګ
دې ته حیران هر د شمن دی پښتونخوا نومیږي

هر بوټه یې خړوبیږي د غيرت په وینو
ښا یسته زرغون چمن دی پښتونخوا نومیږي

خود به په لړزا وي غليم له تش ميدان څخه
دلته کې هر یو تورزن دی پښتونخوا نومیږي

ورزي جنګ ډګر ته په ګډا د ډولو سره
دا ټول مين پر اټن دی پښتونخوا نوميږي

زه احمدزی چې په جګو غرونو يې مېن يم
دا غرونه زما ګلشن دی پښتونخوا نومیږي