کور / سپورټي / اينه (Hepar)

اينه (Hepar)

منبع :  ویکیپېدیا

 اینه د موادو د بدلون مرکزي اوآغېزمنه غړې ده . او یوه غټه مرغړې د انسان او د ژوي په بدن کي ده . د انسان اینه د دو نا برابرو ټوټو څخه جوړه سوې ده او  د انسان  د راسته خواته څه پورته تر  څاړو(حجاب حاجز) لاندي  د ټټر تر سدپ لاندي  ځائ لري . د یوه ځوان انسان د ایني دروندواله  (  kg   ۱٫۵ ) راځي.    د راسته اینې شا چې د يوه غاب غوندي شکل لري راسته پوښته ورګی، دولسګوتیزه کولمه، غټي کولمې او تریخی ځائ لري . تر کیڼي ټوټې لاندي مېده ځائ پرځائ ده . باریک جال ډوله رګونه دننه په اینه کي د وینو د رګو سستېم ټاکي . وینه چې د هضم، د توري (طحال) او د نس د پردې څخه راځي د اینې د غټ رګ په مرسته و اینې ته ورځي .  د دغه رګ هغه وړوکي ښاخي د اینې پر مخ لکه د وېښتیانو جال غوندي پراته دي . دغه  بیاد ایني منځ خواته  د وریدو په شان په اینه کي راخلاسیږي . دغه وریدونه سوکه سوکه غټیږي، چې په پاي کي د ایني غټ وریدونه ځني   جوړېږي او د اینې په لاندنۍ برخه کي سره راټولیږي . کله چې رګونه و اینې ته وینه رسوي نو د دغو رګونو په مرسته    اینې ته اکسجن هم ورسوي .  پر پورتنۍ سطحه باندي د اینې د حجري خالي نل ډوله اوږده ځایونه  سته، چې د تریخي د باریکو  رګوچې د نورمالو باریکو رګونو څخه جلا دي، پراته دي .کله چې اینه خوږ سي د تریخي رګونه ځانونه خلاسه وي او اوبړین مواد وینو ته ورځي، چې د ژړي د ناروغۍ لامل ګرځي . د تریخي باریک رګونه هم  یو رکیز جال جوړه وي . په دغو باریکو رګونو کي د تریخي مایع برخلاف د وینو د بهیر  څخه خوځيږي . د اینې څخه یوغټ رګ  دتریخي دکڅوړي  خوا ته و رغلی، چې  ودغه  غټ رګ ته داینې       (Ductus hepaticus) واي .او د دغه غټ رګ  څخه  د اینې  یو بل لږ څه وړوکی رګ جلا کېږي د تریخي کڅوړي ته ورځي ، چې و دغه  رګ ته  (Ductus cysticus) وائي  .  دغه غټ رګ  وروسته  تر تریخي د رګ څخه   و دولسګوتیزي کولمې ته  ور ننوزي، چې دغه خولې ته د رګ
 (Ductus choledochus) وائي .               
د اینې باریک او نازک رګون د اینې د ځواکمن کولو لپاره او د توکو د بدلون او رابدلون لپاره  کار کوي او د نورو باریکو رګونو د جال سره پراته دي . دغه  رګونه بر سیره د تریخي د اوبو نه و اینې ته ځواکمن بدلونیز  توکي رسوي .              اینه د بدن د پروتینو رسونکې ده او د نایدرجن د موادو د پاتشونو توکو څخه ئي ادراري مواد جوړه وي . په یو څه لږه اندازه غوړ ذخیره کوي . په یوه ښه اندازه سره (Glykogen)یاني کاربن هایدرایت جوړه وي . اینه برسېره پر دې د اوسپنیز موادو،د وینه جوړول او جوړښت د تریخي د توکورنګ  د وینو د سرو کرویاتو د خزلو څخه   د اینې د دندو څخه ده . اینه د وینو نه غټــی (لخته)کېدو د مخنوي او نه زهري کېدو کي د وینو غټ رول لري . دغه ټوله کارونه د اینې هره حجره ځان ته جلا تر سره کوي .  ګټوره خبره لا دا ده، چې اینه وروسته له ناروغی تر خوږېدو  د بیا  ځلي لپاره ځان پخپله تازه او بیا نوې (Regeneration) کوي .
اینه یو ‎‎ ډېر کړکېچن سستېم لري خو دلته ډېره ساده، آسانه اولنډه  ژباړه سوې ده .                        
د اینې ناروغۍ :      داینې ناروغۍ ډېري دي خو دلته د یوڅولږو نومان اخلو!
غوړه اینه : (Steatosis hepatis) دغه ناروغي له ډېره بې ځایه خوراکه، ډېر درمل خوړل، ډېر الکهول چیښل، شکره (Diabetes mellitus)، حامله ګي یا د پروتینو د کموالي څخه پیداکېږي .بله د اینې ناروغي هیپاتیتیس (Hepatitis) ده : دغه ناروغي تل د اینې د خوږ څخه یاد اینې د خراپېدو څخه منځ ته راځي . ډولونه ئي دادي :
                                                                                               Hepatitis A)  
، (Hepatits B)، (Hepatitis C)، (Hepatitis D)،  (Hepatitis E . 
د اینې بله ناروغي د اینې پاړسوب یا بونجې کېده دي، چې دې ته
 (Liver zirrhose)   وائي .  دغه ناروغي ډېر لاملونه لري . او دغسي نوري د اینې ناروغۍ .
اخستونکځي : الماني دایرت المعارف (der grosse Brockhaus) او ویکیپېدیا .