کور / سياسي / د رښتیاپالنې پر ضد جگړه

د رښتیاپالنې پر ضد جگړه

ژباړه: رحمت آریا


اپریل ۳ – ۲۰۱۰


هېڅکله د تأریخ په اوږدو کې یوه ښه جگړه یا بده سوله نه ده رامنځته شوې…. بنیامین فرانکلین

په دې وروستیو کې ولسمشر بارک اوباما د بگرام هوايي ډگرته د سرتیرو د پوځي مورال د لوړولو لپاره تللی وو ، اوباما د خپلو خبرو په لړ کې د افغان ولس د خپلواکي پالنې روحیه په خورا لوړو ټکیو وستایله ؛ د امریکا  د څلور څلویښتم ولسمشر په ورغوي کې څو ځانگړتیاوې شته چې د هغه مرستې ته رادانگي. تر ټولو لومړی په دې کې هېڅ شک نه شته چې نوموړی یو کارپوه ، د تلویزیونې خبرو اترو لپاره یو پیاوړی شننونکی او د لوړې پوهې لرونکی سړی دی او تل ېې رسنیو ته په کلکې ژمنې ښه مخ ښکاره کړی دی. دا  افغانستان ته د امریکا د پوځ د اعلی سرقوماندان په توگه د ولسمشر لومړی سفر دی.

ولسمشر اوباما چې د سیاسي زړورتیا په ډگر کې ېې د نوبل جایزه تر لاسه کړې د بگرام په هوايي ډگر کې د خپلې وینا په لړ کې په افغانستان کې له یوې خوا له خپلې روانې جگړې څخه کلکه ننگونه وکړه او له بلې خوا ېې افغان ولس ته د خپلواکۍ د اهمیت په اړوند خبرې وکړي. افغان پرگنو ته د ملکي وگړو د تاوان، د کورنیو د غړو د بې ځایه کیدلو، د زهري چاپیریال او د اقتصادي رکود له اړخه د جگړې بیه او تاوان نن له شماره وتلې او امریکا ته ېې لا تر اوسه  نیږدې یو تریلیون ډالره، د ۵۰۰۰ تنو د وژل کیدا او د عراق او افغانستان د جگړو په تیاترکې د پينځه سوه زره تنو په ټپي کیدا تاوان ور اړولی دی. نهه کاله کیږي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې پر دغه هیواد د نیواک او یرغل لړۍ دوام لري.
موږ ته ستونزه د ولسمشر ویناواله رواني او فصاحت نه دی ، موږ ته ستونزه د ولسمشر هغه په هوښیارۍ سمبال او شمیرل شوي ټکي دي چې په ډیر روښانه ډول د پروپاگند په توگه تفسیر کیدای شي او ویلای شو چې د اوباما په خبرو کې د بوش د ادارې د پانگوالې پالیسۍ د ژیړي لمر څرک له ورایه ښکاري. ولسمشر وویل چې زموږ د مأموریت په ژمنه کې د ” القاعدې او د هغوی د طالب ملگرو د ترهگروځالگېو د جروړ ایستل او د هغوی گډوډول او موندل نغښتي دي ” زموږ د مأموریت په ژمنو کې د طالب – القاعدې د وړتیاوو شڼدول ځای لري چې په راتلونکې کې د نورو بریدونو وسه ونه لري. د اوباما د بولندویانو په وینا داسې ښکاري چې القاعدې ناڅاپه خپلې پښې له افغانستان څخه سپکې کړې وی. جگړې ته د حقانیت د ورکولو په هڅه کې د ولسمشر د بې شمیرو ویناوو په لړ کې یو زموللی یا ضعیفه ټکی په سترگو کیږي چې یوازې او یوازې د نه منلو وړ ټکي په توگه تفسیر کیدای شي: هغه هرچیرې دا پلمه راوړاندې کوي چې ” په افغانستان کې جگړه د امریکا د امنیت لپاره اړینه وه”؛ خو د سیمې ډیرې شنونکي او کارپوهان له دغه دریځ سره همغږي نه دي. حقیقت دا دی چې د سویلي آسیا بې شمیره کارپوهان پر دغه ټکي له یو بل سره همغږي دي او ټینگار کوي چې طالبانو هېڅکله د خپل هیواد له لیکو دباندې کومې هیلې په خپلو ککرو کې نه دي پاللي ، هغوی په دې هیله په پښو دریدلي چې خپل ټاټوبی د بهرنیو سرتیرو د نیواک له منگولو څخه وژغوري.

که اوباما د خپلواکۍ په اړوند دوه اړخیزې خبرې کوي نو راځـﺊ چې د خپلواکۍ په اړوند د امریکا د متحده ایالاتو غوره شوي تعاریف دلته را واخلو چې هغوی څه وايي : واشنگتن ته خپلواکي د چین په تبت او اویغور کې، په ایران کې د جندالله ، [ ایم اي کې] او بلوڅانو ، او په چچین کې د رضوان چیتیگوف مذهبي توکمیزو بیلتونپالو غورځنگونو ته د پټو مرستو د رسولو مانا ښندي خو په عین حال کې د عراق او افغانستان په څیر خپلواکو هیوادونو باندې نیواکگر بریدونه کوي او دغه هیوادونه نیسي، د پاکستان، یمن او سومالیې په څیر هیوادونو باندې د لار ښوول شویو توغندیو بریدونه کوي، د نړۍ په هرگوټ کې ۷۰۰ پوځي اډې جوړوي او د سي آی اې او نورو ځانگړو ځواکونو له لارې خپل سیاسي مخالفین وژني.

که په افغانستان کې خونړي تاوتریخوالي ته ېې را واړوو نو له تأریخي اړخه په دغه هیواد کې حالت بد ترینې کچې ته رسیدلی دی. که په افغانستان او عراق کې د کیدونکو بریدونو پرتله ییزې شمیرې ته وگورو نو د افغانستان په هر گوټ کې د بریدونو شمیره د عراق په پرتله دوه ځله ډیره شوې ده. د افغانستان لپاره د اوباما پالیسي په زبر لاسۍ او د لارښوول شویو توغندیو له لارې دداسې یوه هیواد د ولس د وژلو پر چورخل را څرخي چې امریکايي ولس ورسره په جگړه کې ښکیل نه دی. د غرونو په لوړوالي لاسوندونه وايي چې افغانستان، د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر په پیښې کې هېڅ ډول ونډه نه درلوده. ډیري امریکایان په دې باور دي چې د سپتامبر د یولسمې پیښې پر وړاندې د امریکا ددولت ځواب د یوه غیر عقلاني غبرگون په څیر ښکاري. د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته تر لاسه شوي لاسوندونه چې د [ مالوماتو د قانون د خپلواکۍ ] ادارې تر لاسه کړي یو ځل بیا پر دغه ټکي کلک ټینگار کوي او وايي:  په دې کې نور د هېڅ شک ځای نه دی پاتې چې طالبانو د اسامه بن لادن ټول کړه وړه را ایسار کړي ول او دهغه مخه ېې نیولې وه او ورته ېې ویلي ول چې د افغانستان له خاورې څخه د هیڅ هیواد پر ضد ورانکارې چارې پرمخ نه شي بیولای. ددې لپاره چې د بن لادن ټول کړه وړه په ډاډمن زړه و څارل شي ملا عمرامر وکړ چې که لادن دغه سعودي ملا وغواړي په افغانستان کې دننه ژوند وکړی نو د هغه د ټولو کړو وړو د څارلو لپاره دې یوه امنیتي ساتونکې ډله و گومارل شي او دغه ډله ېې د هغه پر سر و گومارله. نوموړی لاسوند لا نور هم وړاندې ځي او ټینگار کوي چې طالبانو د بن لادن د ستونزې د سپارلو د هوارۍ لپاره بې شمیره گامونه اوچت کړل خو د امریکايي منځگړو له پلوه په ډیر سپک ډول و غندل شول. دغه نه انکاریدونکي لاسوندونه په کلکه د هغو درواغو ډډې را لوڅوي چې گڼې د سپتامبر د یولسمې د پیښې تابیا او تړون د افغانستان په خاوره کې نیول شوی وو. 
د امریکا بهرنۍ پالیسي په ځانگړې توگه د نورو هیوادونو په اړوند پالیسي له ډیر اهمیت څخه ډکه ده. راځـﺊ د هغو هیوادونو له وگړو څخه پوښتنه وکړو چې پر هیوادونو ېې تیري شوی او یا د واشنگټن له خوا بمبارد شوي دي او یا د امریکا د زبیښونکو اقتصادي بندیزونو تر زبیښاک لاندې کړول کیږي او یا په کوشنیو او لویو سکالو کې زموږ د ځان ښوونې اوچلوټو له امله ېې اوبه له ورخه تیرې او ځورول کیږي.
په تیرو دولسو مېاشتو کې د پاکستان پر توکمیزو سیمو د امریکا د متحده ایالاتو د بې پيلوټه الوتکو څلور څلویښت بریدونه شوي دي، په دغو توغندیو کې یوازې پينځه ېې پر خپلې ټاکلې موخې موښتي او د طالب – القاعدې د ډلو پینځه تنه مشران ېې ووژل خو ورسره ۷۰۰ بې گناه ملکي وگړي هم وژل شوي دي. (سرچینه، Dawn, 2010/2/1) د ملکي وگړو د وژل کیدا په اړوند د جنرال (Stanley McChrystal)  په څو څو ځله له درغلیو ډکې اندیښنې چې تش په نامه خپلواکو ژورنالیستانو ته ېې کړې دي له یوې خیالي ، کیسه وږمې درواغو پورته بل څه نه دي چې له لارې ېې غواړي د غولیدونکو امریکايي پرگنو د شک اوگوتنیونو مخه ونیسي.  Notre Dame د حقوقو د پوهنتون پوهاند   Mary Ellen O’ Connel د جنگي بې پیلوټه الوتکو په وسیله د غیر قانوني وژنې [ Unlawful killing with Combat Drones] تر سر لیک لاندې ېې یوه څیړنیزه لیکنه کړې چې په یوې برخې کې ېې داسې وايي : CIA په پام کې لري چې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو له لارې د القاعدې یا د طالبانو یوگړي کسان یا ددغو ډلو جنگیالي په ډله ییزه توگه ووژني. بې پیلوټه الوتکې په ندرت په دې بریالۍ شوې چې خپلې ټاکل شوې موخې په نخښه کړي او له منځه ېې یوسي. که د ۲۰۰۹ ز کال د شمیرو جرړه د اکتوبر ترمېاشتې پورې پرتله کړو نو د ۲۰ تنو طالب- القاعدې مشرانو په سر ېې ۷۵۰ – ۱۰۰۰ بې گناه هم وژلي دي. بې پیلوټه الوتکې اوس په افغانستان، پاکستان، یمن او سومالېې کې خلک وژني. دا باید په پام کې ولرو چې د امریکا متحده ایالات له دغو هیوادونو سره په جگړه کې ښکیل نه دي ، د سالمه عقل په نړۍ کې دغه ډول وژنې ددې مانا ښندي چې د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون او هم د نړیوال قانون د احکامو تر حکمونو لاندې  ټولې وژنې غیر قانوني بلل شوي دي.  
کاناډا او هالند دواړو په څرگند ډول په خپلو ژمنو ټینگار کړې او ویلي ېې دي چې خپل سرتیري به له افغانستان څخه باسي ، د  Inter Press Service IPS  یو پلټونکی خبریال Gareth Porter وايي چې سي آی اې یو پټ پروگرام تر لاس لاندې نیولی او له مخې ېې غواړي ولسي پرگنیز لید لوري ته د بدلون په ورکولو په افغانستان کې له روانې جگړې څخه ټولنیز ملاتړ پیاوړی کړي؛ پروگرام وايي چې ” نا لیوالتیا یا بې علا قگي په یوازې سر کار نه شي تر سره کولای.” ددې لپاره چې ددغه نوي پروگرام د لړیو بهیر په سمه توگه ایسار شوی وي نو د رسنیو له لارې د سي آی اې ټول عملیات د جگړې د پلانوونکو له موخو سره په یوې همغږۍ پرمخ بیول کیږي؛ په حقیقت کې د ولس د لید لوري ټیکه وال د ټولنیزو اړیکو هغه ډلي دي چې شمیر ېې څو فرقو ته رسیږي او ټولې ېې د پنتاگون قراردادي ډلي دي لکه د  Lincoln Group، چاپي او بریښنايي خپرندویه رسنۍ، د نظر ارزونو ډلې، پخواني لوړ پوړې پوځي افسران او د پوځ ترپوښښ لاندې ژورنالیستان ( لکه کوپراتیفي ډلې) چې ډیري وختونه د سترو دفاعي او امنیتي شرکتونو له پلوه له لیږل کیدونکو پوځونو سره د همکار پرسونل په ډله کې ورگډیږي ، دوی ددولت هغه پټ لښکر دي چې د پوځي ځواک د مضروب فیه په توگه د پوځي لښکر په لیکو کې د پوځ پیام راوړونکي دي.  
  د ” ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې” ترپریړ سر لالیک لاندې ملي او نړیوال قانون ته سپکاوی له شماره وتلی دی. پوهاند  Lance DeHaven-Smith  لیکي چې :” ددولت رسمي چارواکي د ډیموکراسې پر وړاندې جنایاتو کې ښکیل دي او ډیري وختونه ورسره په پټو فعالیتونو کې د شخصي گټو هغه ښکېلې ډلې هم ورگډیږي چې ددوی یوه ټاکلې اجندا پلې کوي. ددغو ډلو بیلگې دا دي : McCarthysim چې د کمونیزم د نفوذ د جعل په لاسوندونو کې کارپوهنه لري،  د ولسمشر  Lyndon Johnsonد درغلنو ادعاوو پر بنسټ د   Gulf of Tonkin Resolutionیا د توکنین د خلیج پریکړه لیک او د پنتاگون د مشر Robert McNamara ادعا چې گڼې شمالي ویتنام د امریکا پر سمندري بیړیو برید وکړ، عراق د ډله ییزو وژنو وسلې درلودې، یا افغانستان د سپتامبر د یولسمې په بریدونو کې لاس درلود. دغه ټول د پټو یا د تورو عملیاتو د بریالي کولو لپاره اړین توکي دي چې پربنسټ ېې دولت خپله ادعا په چمتو ډول په لاس کې لري او له دولت سره همکارې رسنیې ېې خپروي. کله چې یوه کیسه په رسمي ډول رامنځته شي نو پر هغې د فکر کولو او پلټلو مخه تړل کیږي. او که هرډول رسمي پلټنه تر لاس لاندې نیول کیږي نو پایله ېې پر هغه لور تاویږي چې د ویل شوې اجندا مزي لا ور پسې ټینگ تړي.
د امریکا په جگړو کې د امریکا د سنمدري ځواکونو یو ورک نومی اتل تورن جنرال Smedley Butler  دی. کله چې امریکا له هسپانېې سره په جگړه کې ښکل وه نوموړي په گوانتانامو کې د سمندري ځواکونو په اور کې خپله د تعمید لامبو تر لاسه کړه. د بې ساري چوپړ پر مهال نوموړی ۱۲۰ ځله د اور تر لمبو لاندې راغلی او ۱۸ ځله ېې مډالونه ترلاسه کړي دي چې په هغو کې درې مډاله ېې د [ ویاړ] مډالونه دي، دا مډالونه په امریکا کې د زړورتیا تر ټولو لوړ مډالونه دي. نوموړی [ د امریکا د ۲۷ ولسمشر لیونارد] Taft د ادارې له پلوه د نیکاراگوا د ټاکنو د سمبالولو لپاره و گومارل شو او له امریکايي سوداگرو سره ېې مرسته وکړه چې د لاتینې امریکا په نورو هیوادونو کې خپلې د سودا گرۍ گټو ته پراختیا ورکړي. Butler امریکا يي لښکر ته د خپلې یوې وینا پر مهال د جگړې پر مهال له ترخوحقایقو څخه پرده لیرې کړه ، هغه حقایق چې دی ورسره د خپل پوځي خدمت پر مهال مخامخ شوی وو:
په ۱۹۲۷ زکال کې په چین کې زه په دې بریالی شوم چې وگورم  د Standard Oil کمپنۍ خپله پښه له اخلاقي معایرو اوږده غځولې ده. هر چیرې پالل او ستایل کیدم. ماته جایزې او مډالونه راکړل شول. ما کولای شوای Al Capone   ته مې یوه لنډه اشاره کړې وای. یوازینی غټ کار چې  نوموړي کولای شوای د امریکا په درو ښارونو کې د عیاشیو د مرکزونو پرمخ بیول ول. سمندري ځواکونو د نړۍ په درو لویو وچو کې عملیاتونه کړي ول. ۳۳ کاله کیدل چې زه د امریکا د سترو سوداگریزو بنسټونو لکه والستریت او بنکرز لپاره یو پولادي مټ وم؛ لنډه دا چې ما د پانگوالۍ لپاره د چړچو لاره پرانیستله. ما له ۱۹۰۹ – ۱۹۱۲ زو کلونو پورې د Brown Brothers لپاره په نیکاراگوا کې د نړیوالې بانکوالۍ لارې چارې پاکې کړې. ما په ۱۹۱۶ زکال کې هڅه وکړه چې د امریکا د تیلو د گټو لپاره مکسیکو په ځانگړې توگه Tampico خوندي کړم. ما په ۱۹۱۶ زکال کې د امریکا د خوږو گټو لپاره د Dominican په جمهوریت کې ډیوې بلې کړې. ما د National City Bank د هلکانو لپاره هڅه وکړه چې ورته کیوبا او هایتي دواړه په ښو او وړندو سیمو بدلې کړم تر څو ښه ټکس ورڅخه راټول کړي. ما د والستریت د گټو لپاره د منځنۍ امریکا پر څو هیوادونو بریدونه وکړل او ومې لوټل.

Butler په خپلې یوې بلې وینا کې سرتیرو ته وویل: “د جگړې ټولیز منځټکی پر پیسو راڅرخیده. بانکوال بهرنیو هیوادونو ته پیسې په پورې ورکوي خو کله چې پوروړي هیوادونه د پور د ورکړې وړتیا ونه لري نو ولسمشر سمندري ځواکونه ور لیږي چې له نوموړي هیواد څخه پور تر لاسه کړي. زه په یولسو دغسې لښکري اقداماتو کې ښکیل وم.”
امریکا نن د پروپاگند له لارې واکمني چلوي. امریکا ډیر لږ رښتیا او حقیقت په پام کې نیسي، رښتا ته ډیر لږ لاسرسی لري او په سمبالولو کې ېې لږه وړتیا لري. په امریکا کې حقیقت ته په ښه سترگه نه کتل کیږي. دا یو بوږنوړی حالت دی. پښه ډیره اوږده غځول شوې ده. هغه کسان چې د حقیقت په اړه خبرې کوي باید دې ته چمتو اوسي چې پر تندي ېې د امریکايي ضد ټاپه ولگیږي، پر هغه د سامي ضد ټاپه لگول کیږي اویا د ترهگرو د توطـﺋـې یو پلوی بلل کیږي. د جگړې د پلانوونکو، دولت او د هغو ډلو لپاره چې ددولت په کنترول کې ونډه لوبوي، حقیقت یوه ځورونکې نښرغانده یا پدیده ده. حقیقت د هغو څارنوالانو لپاره چې غواړي خلک بندیان کړي یوه ځوروونکې نښرغانده ده، ځکه هغوی د بې گناهۍ د موندلو او چاڼولو په لټه کې نه دي. حقیقت د ایډیالوژیو لپاره یوه ځوروونکې نښرغانده ده. هغه کسان چې د رښتیا موندنې په لټه کې ول نن د حقیقت د پټولو سزا ویني.
د امریکا شرکتي رسنۍ د رښتیا په چوپړ کې نه دي. دوی د دولت او په گټو کې د شریکو هغو ډلو په چوپړ کې دي چې ددولت ستنې پیاوړې کوي. هرې خوا چې سترگې غړوې حقیقت د پیسو په تله کې تلل کیږي. په هر هغه ځای کې چې د حقیقت پر مخ د پردې غوړولو لپاره پیسې کافي نه وي نو پر مخ ېې د بې خبرۍ، پروپاگند او لنډپارۍ پرده غوړول کیږي چې خوله ېې ور چوپ کړي او خپله دنده پای ته ورسوي.
په افغانستان کې د امریکا لاسوهنه نه د برخلیک او نه د پایښت سکالو ده. دا جگړه په لوی لاس غوره شوې جگړه ده، دا هغه جگړه ده چې د نړۍ د هایدرو کاربن د سرچینو د را ایلولو او سمبالولو تر سیوري لاندې تر لاس لاندې نیول شوې، دا د سرکشو بومي پښتـنـو پر وړاندې یوه جگړه ده. دا د پښتنو پروړاندې هغه جگړه ده چې په نولسمې پیړۍ کې بریتانوي راج راپیل کړه، هغه جگړه چې په شملې پیړۍ کې شوروي سترواکۍ را پیل کړه او د یو ویشتمې پیړۍ په پیل کې امریکايي سترواکي د ښکیلاکگرو ځواکونو په اوږده لیکلړ کې ورگډه شوه.