یو امریکایی او یو برتانوﺉ پوځی ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 4th, 2010


د انګلستان د دفاع وزارت وویل چی نن د هلمند د کجکی په مربوطاتو کی یو برتانوﺉ عسکر د ماین چاودنی وواژه . څو ساعته مخکی هم ناټو په جنوب کی د خپل یو پوځی وژل کېدل منلی و، خو نور تفصیل یې نه و ورکړی . البته دا په هغه جمله کی نه دی شامل ( که نه درې پوځیان به سی ) .
د امریکا ( کورنټ خبرپاڼه ) لیکی چی یو ۱۹ کلن امریکایی مرین پوځی چی دوه کاله مخکی د لیسې څخه فارغ سوی او په مرین پوځ کی یې د وظیفې شوق درلود څو چی پکښی شامل سو ، د افغانستان په جنوب کی ( ښایی په مارجه کی ) ماین ووژﺉ .
دغو ځانی ضایعاتو د ناټو تلفات ۱۷۱۳ ته ورسول چی په دې لړ کی ، د برتانوی پوځ تلفات ۲۸۰ او د امریکایی پوځ تلفات هم ۱۰۳۴ دي .

Copyright Larawbar 2007-2024