ای دوخت غلامه

سعيد لودين | اپریل 5th, 2010


لاس دبندکې مات شه چې مسلم دپاک قران ولی
ای دوخت غلامه څنګه زما پښتون ارمان ولی

وخت به پسرلی شي دا سری وينې ګلابونه شي
زماپښتون ارمان به خپل تاريخ ته ارمانونه شي

مرګ١دژوند اغازده غيرتونه مړکيداې نه شي
دا دوياړشملۍ دوخت غلام ته ټټيداې نه شي

باخبرپښتون دی يوماشوم به يي زانګو کې وي
بيابه شپه سهارشي دابه ځوان شي ولسوکې وي

دادزوروختوته هيڅ پښتون تسليميدای نه شي
زمادوطن ميندې ستا ظلمونه نورمنې نه شي

ما ټول زيارتونوته د سولې سپين جنډۍ کړي
سوله به موخپله شي ماخپل خداې ته اثرې کړي

بيابه داغازي غازي وختنو ته حساب ورکړی
بيابه دحفيظ دا ټول سوالونو ته ځواب ورکړی

١دشهادت مرحله

Copyright Larawbar 2007-2024