زما چمن چمن وطنه
دهدايت الله هدايت رالېږنه
زموږ د وطن د وتلي او ولسي شاعر عبدالباري جهاني تازه شعر چي په خپل ږغ کي يې د افغان ـ جرمن آنلاين پاڼي ته اهداء کړی دئ، دلته يې متن ودرنو لوستونکو او د جهاني صاحب د شعرو و مينه والو ته وړاندي کيږي .
زما چمن چمن وطنه !
پـر ټوټـې ټوټـې بـدن دي
ډلـي ګــرځـي د کــارګـانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
بيا دي اوري په لـمن کـي
له آسمـانـه سـره اورونـه
بيـا دي وسپـړل پـر مـځـکـه
په چينو کي تنورونه
پر ګلڅانګو دي خپاره دي
د باروتو تور دودونه
پورته کيږي دي له کلو
سوي ساندي فـريـادونـه
بيا ميدان سوې د تاختونو
د قدرت د لېـونيـانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
نن دي بيا د کور واکدار دئ
چي ستا نيل يې سوځلي
نن هغه سړی سردار دئ
چي يې ويني بهولي
چي پرون به يې لوټلې
هغه نن هم دي ښاغلي
چي تباه يې کړه ستا مينه
هغه بيا درته راغلي
بيا يې واغوستلې زغري
د ازل ډاره مارانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
چا په نوم د عدالت کړې
بنديوان د زندانونو
د جهاد په نوم دي جوړ سول
منارونه د سرونو
د اسلام په نوم دي لوټ سوې
خزانې د تاريخونو
د ورورۍ په نوم سوې لاندي
د پرديو تر تېغونو
لا ترڅو به په دوعايې
د زړو کفن کښانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
دا د تورو شپو مزلونه
وايه کله به ختميږي
دا ورک سوي کاروانونه
وايه کله را رسيږي
د طالع تور سوی لمر دي
وايه کله به ځليږي
ورځ به کله کورته راسي
شپې به کله سبا کيږي
لا تر څو پر پله روان يې
د ازل د ګمراهانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
يو په سپينو جامو غل دئ
چي قاتل دي د خپل پلار دئ
هغه بل د پردي زوی دئ
د لښکرو چي سالار دئ
دا غــلام درتـه راغلی
ستا پر مېنه چـي بــادار دئ
ستا شمله يې ده لوټلې
چي په ښار کي دي واکدار دئ
لا بـــه څــو ژونــدی پــه ګــور يې
د لستـوڼي د مــارانــو
زما چــمــن چمن وطــنـه
څــنګــه کـور سـوې د زاغانــو
لا قسمت بـه دي تـر کـلــه
د تيــارو غېـږي تـه ځــغـلي
لابه ولي دي هغه خلک
چي يې شمعي لګولې
لا تر کله ډېر به باسې
له خپل ښاره له خپل کلي
مدرسې به سي تر کله
په تيارو کي وي ساتلي
قاتلان دي د نيکونو
خپل انګړ ته را بللي
زوړ دښمن درته راغلی
په بدن ناموس يې وزي
لا تر کله به دي وژني
نوکران د پرنګيانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
چي ستا خور يې کړه سر توره
نن په ښار کي کوماندان دئ
چي پوړني يې لوټله
هغه نن د کلي خان دئ
چي يې خاوره خرڅوله
هم واکدار هم نګهبان دئ
چي لالونه يې پلورله
په وطن کي قهرمان دئ
ستا پر پال به کله مات سي
تور منتر د ټګمارانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
راسه پورته دي ناره که
راسه پو که په شپېلۍ کي
لمبې يوسه تر دښتونو
اور دې بل که په ګېټۍ کي
يو آواز آسمان ته ورکه
بل دي پورته که نړۍ کي
دا زندان که دړي وړي
خير دي نسته په بېړۍ کي
سترګي غبرګي ور ړندې که
د روڼا د غليمانو
زما چمن چمن وطنه،
څنګه کور سوې د زاغانــو
راځه وړونه سره خپل کو
کور به خلاص کړو له پرديو
پر يوه کاسه به ټول سو
طلسم مات کو د پېړيو
له تربور سره جوړه سو
لښکر جوړ کو د بګړيو
ساندي وشړو له مېني
راته مخ سي د ښاديو
مرور سره جرګه سو
اتڼ جوړ کړو د خوښيو
اوښکي وچي کو د سترګو
ويني پرېولو له کاليو
لا تر کله به يې پاته
د کاروانه د سيالانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
ته بيده يې په رباط کي
قافلې تر تا تيريږي
جرسونه د وختونو
له کلو څخه شرنګيږي
چي بيده په درانه خوب کي
اوس پر مړي حسابيږي
د خيالونو په کنډو کي
سر و مال به دي لوټيږي
وخت روان لکه سيلاب دئ
نه تميږي نه ستنيږي
که نن سترګي روڼي نه کې
سبا هم در نه پاتيږي
ته به کله روانېږې
په ټولۍ کي د خپلوانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
له يوه دامه خلاصېږې
په بل دام کي يې لوېدلی
جهان ټول درته صياد سو
ته لا نه يې پوهېدلی
د هر غشي په نښان يې
په سينه کي يې ويشتلی
دا د چا للو ويده کړې
کوم جادو يې غولولی
زلزلې دي پر کور کيږي
ته لا نه يې پاڅېدلی
جهان ټول د نور وطن سو
پر چاړو يې لمر ختلی
تا په تورو کنډوالو کي
زوړ رباب ته غوږ نيولی
دا انګړ ستا د غليم دئ
ستا بابا يې دئ وژلی
وايه کله به پر لار سې
د نصيب د هوښيارانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو
پر ټوټې ټوټې بدن دي
ډلي ګرځي د کارګانو
زما چمن چمن وطنه
څنګه کور سوې د زاغانــو