کور / نثر / شين خالۍ (۹) برخه

شين خالۍ (۹) برخه

زيړګل ته د دوؤ اونيو رخصتي بيا دا موقعه برابره کـړه چې د پخوا په شـان د کليوالي ژوند څخه بهرمند شي او دکليوالوسره راشه درشه ولري ، په غم ،ښادۍ او ورځنۍ ژوند کې دهغوسره کور اوکلی شې او همدارنګه د اکا سره د کــــرنې او مالدارۍ پــــه برخه کې مــــرسته وکــــړي او خپل د راتلونکی ژوند د ملګرې شين خــالۍ د ارمانو او هيلو د تر سره کـــولو لپاره د هغې په چوپړ کې وې٠
شين خالۍ د زيړ ګل څخه دا هيله لرله چې د هغې د خـــورلنډې زرڅــــانګې په واده کې د هغه د پلار سره نژدې سلاکار اوسي ځکه چې زرڅانګې مشر ورور ندرلودهمدا وجه وه چې د هغه څخه دا تمه لرله چې هغه به د زرڅانګې دپلارنژدی مرستندوی وی ٠ زيړګل هم دا پتيله وه چې د واده په مراسم او تيارۍ کې د زرڅانګې دپلار سره مرسته وکړي ٠

ماښام کله چې زيړګل څاروي د کلا انــــګړ ته راوستل نو په شين خــــالۍ یې غږ وکړ چې څاروې په خپلو ځايو کې وتړي تر څو د هغو لپاره آذوقه برابره کړي ٠

شين خالۍ او د هغې مور په ګډه څاروې په خپلو ځايو کې وتړل ،زيړ ګل چې د شوتلو پنډ تر شا او لور يې په لاس کې وه لمړی يې د شوتلــــو پنډ د وچو وښو تر څنګ تــــراوږې ښکــــته کړ او لور يې د ديوال په د رز کی خښ کړ او بيا يې شوتله د وچو وښو سره ګــــډه کــــړه او د څــارويو مخې ته يې په کافې اندازه واچوله او خپل څادر يې چې شوتلـــه پکې راوړې وه و څنډه او د کـور په انګړ کې چې په ګلمونو ، توشکو او کټونوسنبال شوی ؤ کيناست ٠

شين خالۍ په بیړه چاې تيار اوپه پتنوس کې يې د تورو چايو پياله د مساله دارې ګوړې سره د زيړ ګل مخې ته کيښود ٠
يو څه شيبې وروسته د شين خالۍ پلار او مور هم راغـــله او شين خالۍ د هغو مخــــې ته هم د شنو چايوډکې پيالې کيښودلې ٠

زيړګل د تورو چايو څښکل عادت درلود ،مګــــر د شين خالۍ مور او پلار دشنو چــــايو څښکل غوره ګنل او ويل به ېې چې د شنوچايوګټې ډيرې دی خوشين خالۍ بيا دومره سر پری نه خوږاوه هغې ته که تور چای وه او که شين توپیرنه درلو د ،څـــه چې به تيار وه هغې به څښل خو بيا زيړګل او د شين خالۍ مور او پلار ته خپل د خوښې چای عادت ګرځيدلی وه٠

زيړ ګل د چاې اخــــري پياله پــــه سر واړولـــه چې د کــــلې د ملا د الله اکبر آ واز پــــورته شو ټــــولو د جل جلالهو اواز تر خولې وخوت ، زيړ ګل څادر او اکايې شړۍ په اوږه کړه او د جومات په لور روان شول ترڅو دماښام لمونځ په جمعه وکړي، دوې په ځغرده ځان جماعت او دجمې لمونځ ته ورسوه ٠

په کــــلې کې د ماښام لمانځه ته د کلــې اوسیدونکي حتمي جــــومات ته راتلل ، په تیره بیا د کلي سپين ګيری اوخوانان ځکه چې دورځی له خو ا ټــــول دکار او غريبۍ لپاره د کـــلي څخه بهر وتل ، څوک به د بزګرۍ په کارونو بوخت وه ، ځوانان به د تعليم او زده کــــړی لپاره ښوونځيو ته تلل ، په کلې کې تنها دکور ميرمنې او واړه ماشومان پاته کيدل چـــې په خپلو کې ېـــې راشه درشه لـــرله او هميش ېې بنډارجوړ وه خوددی بنډارو ترڅنګ د کوردکارونو سنبالول ، دجاموپريمينځل ، پخلې او نور ډير مصروفتونه وه چــی د کور ښځو هم په ډيـــر زحــــمت او کـــړاونوورځنــــۍچارې تر سره کولې٠
سبا د زرڅانګې پلا ر، زرڅانګه د شين خالۍ کورته واستوله چې وګوري که چیری زيړ ګل او تره يې په کور وي تر څو د واده په اړه د هغو سره خپل پروګرام شريک کړی ٠

د زرڅانګې کور د شين خالۍ د کور په څو قدمې کې وه پــــدې توګه په کلــې کې د دې دوؤ کورنیو تک راتګ دکلی نورو اوسيدونکو په پرتله ډير ؤاو ښې اړیکې يې ساتلې٠

زرڅانګې د زیړګل او د هغه د اکا شتون پـــه کورکې خپل پــــلار ته خبر ورکړ ٠هغه هم دځايه پاڅيد ، پګړۍ يې په سر وتړله ، واسکت يې واغــــوست او خپله تور بــخنه شړی يې تـر ځان چار پيره کړ او د زيړګل د کور په نيت روان شواو هلته په رسيدو د هغو د کور ور وټکوه ٠

زيړګل د کلا ور خلاص کړ او د زرڅانګې د پـلار سره يې روغبړ وکــــړ او هغه تــه يې کورته د ننوتلو بلنه ورکړه اودکور په انګړ کې ورته ځاي برابر کړ٠

زيړګل ، دزېړ ګل اکا ، شين خالۍ او کاکا ناوي هم د هغه هرکلي ته راغله او د هغه په مخامخ لوري کيناستل ٠
د روغبړ نه وروسته شين خالۍ د چای د جوړولـــو لپاره لاړه او دوي خپل خبري د زرځانګې د واده په اړه پيل کړې ٠
په پيل کې د زيړ ګل آ کا د زرڅانګې د پلار څخه داسې وپوښتل ؛
لعل ميره !
څنګه شوه د زمانخان آ کا سره مــــو د واده په اړه څه وکـــړل او څه نتجې ته سره رسيدلي ياست ؟
د زرڅانګې پلار ورته پــه ځواب کې وويل ٠
آ کا ، که رښتيا راباندې وايې مامله خو جوړه ده ، داسې د جنجال ياستونځی کـــومه خبره نشته ،زمانخان هم بد سړی ندې، که څــــه هم د زرڅانګــــې مور يو څه اضافي بوجونه پر هغو ايښې ؤه، خـــوکله چې زه خبر شوم ما د زرڅانګې مورته قناعت ورکړ ، اصلي خبره خو داده چــــې زرڅـــانګه زموږ يواځينی لور ده ، موږ بل اولاد يا وارث نلرو،اوس که مـــوږ په ځـــوم دا بـې ځايه مصارف او بوج واچوو نو دهغـــو راتلونکی ژوند به د کړاونو سره مخ شې چی دا خبره ما د زمانخان سره هـــم شریکه کـــړه اوورته مې وو يل څرنګه چې مو زړه وې، د استاسو خپله معامله ده او زه نــــه غواړم چـــې پدې بـــرخه کې کوم شرط يا بوج درباندې کيږدم ، دبلې خوا د زمانـــخان آ کا دې هم کور اباد وې پوه او مشر سړی دی ، هغه زمـا ددي فيصلی څخه مننه وکړه او راته يې وويــــل چې دا زموږ او تاسو د خوښــــی او دوستی خبره ده ،ستاسو دی کور آباد وي خو موږ هــــم خپل هوس اوآ رمان لرو ، زموږ هم دا هيله ده چې زموږ واده او دا خوښی په ښه شان سره تر سره شې ،تاسی تشويش مکــوی مـــوږ د کلی رسم او رواج نـــه ستر ګې نه شو پټولی هغه څه چـې لازمه او زموږ په وس کې پوره وي هغه مـوږ خپله هــم داتکـل لرو چی زموږ د اولادونو دا خوښې په پوره درنښت تر سره شې ٠

د شين خالۍ مور په آخر د خبرو کې داسې وپوښتل؟
لعل مير ه آکا ، د واده ورځ او نیټه مو وټاکله ؟
د زرڅانګې پلار ورته په جواب کې وويل ؛
هو د واده ورځ مو معلومه ده ، راتلونکې دجمعې په ورخ که دخداې رضاوې واده د ی ، همدا وجه ده چې آکـــا ، زيړګل او تـــاسوسره د مشورې لپاره راغـــلی يم ترڅو د واده پـــه تنظيم کې له ما سره برخه واخلۍ٠
په همدي ډول لعل مير آکا ، زيړګل ، او دشين خالۍ مور او پـلار دواده پروګرام جوړ اودې پایلۍ ته سره ورسيدل چې د ښځو مراسم دې د زرڅانګې دوۍ په کوراو د نارينه و لپاره د شين خالۍ دوۍ په کورکې ځايونه برابر شې اوميلمنو ته د ډوډۍ جوړولو او پخلي کارونه دې هم دلته تر سره شي ٠

کله چې د زرڅانګې پلار د زيړ ګل او دهغو د خپلوانو د مرستو او ژمنی وعده تر لاسه کړه نو دهغو نه په خوښۍ سره د خپل کور په لور روان شو ٠
زيړ ګل هم خپل څادر په اوږه کړ، لور او بيــل يې واخيست اود بـــاغچې پـــه لور روان شـــو ٠هغه د زمانخان اکا ځوی يا د زرڅانګې کوژدن ا باسين له وړکتوب څـــخه پيژنده ، هغه به هميش پالاوۍ لنګۍ تړله او جګه شمله به ګړځیده ٠ نو کله چـــې په باغــــچه کـــې په کار بوخت شو دا زمزمه ېې تر خولې شوه ٠
پدې محفل کې نن خوشاله خوشالي ده
د شمــله دارهلـک ښـــادي ده

دزيړ ګل څخه شين خالۍ هيله کړې ؤه چې دزر څانګې واده ته به ښکلې شعر جوړوي چی دا زمزمه د زيړ ګل لپاره ښـه الهــام ؤه کــوم چې د هغــې پــه واده کــې يــې ډالــې کړي ، زيړ ګل د هغــې کلېوالې حسن ، خصلت او همدا ر نګه د واده شپـې تــه داسې هيله لرله ٠

ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي
په ناز همـــــزولې یې ګډیږي
د هلک کورپــــرې ابــــادیږي
په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده
د شملــه دار هلک ښادي ده

زيړ ګل د هغې ښکلااو حسن ېې داسې تمثيلوه٠

ناوې ښایسته لکه د ګل ده
څه د ښایست یې جلوبل ده
دا خوش بویي یې دسنبل ده
څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده
د شملــه دارهلــــک ښادي ده

د ا باسين او زرڅانګې د نيکمرغې لپاره يې داسې هيله لرله ٠

ناوکۍ پـــــل دی بخــــتور شه
شپی دې برات ورځ دې اخترشه
ژوندمــــوروښانه لکه لـمر شه
دا زموږ هیــله ده امید دا مو مرضي ده
د شمله دارهــــلک ښادي ده

او په اخر کې ېې دا دوعا هغو ته د زړه ووتله ٠

ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه
ښاد مو هم لرې هم قریب شه
مینه مــو ګــــل اوعندلــــیب شه
اوسۍ خوشالــه دا ډ الۍ د افغاني ده
د شمــــله دار هلک ښـــادي ده

ما هم دا ښکلې ملغلري پيل او خوږ ژبو هنرمندانو ته ډالۍ کړه چې د خوښې په مراسمو کې ېې په خپلوخوږواوازونوکې هيوادوالوته واوروي چې پوره شعــرته په لاندې ډول ستاسوپام راګرځوم ٠
ډ الۍ

پدې محفل کې نن خوشاله خوشالي ده
د شمــله دارهلـک ښـــادي ده

ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي
په ناز همـــــزولې یې ګډیږي
د هلک کورپــــرې ابــــادیږي
په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده
د شملــه دار هلک ښادي ده

ناوې ښایسته لکه د ګل ده
څه د ښایست یې جلوبل ده
دا خوش بویي یې دسنبل ده
څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده
د شملــه دارهلــــک ښادي ده

ناوکۍ پـــــل دی بخــــتور شه
شپی دې برات ورځ دې اخترشه
ژوندمــــوروښانه لکه لـمر شه
دا زموږ هیــله ده امید دا مو مرضي ده
د شمله دارهــــلک ښادي ده

ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه
ښاد مو هم لرې هم قریب شه
مینه مــو ګــــل اوعندلــــیب شه
اوسۍ خوشالــه دا ډ الۍ د افغاني ده
د شمــــله دار هلک ښـــادي ده