د ځانمرګي په ګډون دوه تنه مړه، درې ونيول سول

34 | اپریل 7th, 2010


د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور کي د يوه ځانمرګي په ګډون دوه تنه وژل سوي او درې نور نيول سوي دي.
د پېښور د امن لښکر مشر نورمالک رسنيو ته ويلي دغه کسان يې د پېښور ښار په متنى اديزى سيمه کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي او له منځه وړي دي.
د نورمالک په وينا نيول سوي وسله وال يې پوليسو ته د تحقيقاتو دپاره سپارلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024