کور / سپورټي / ازمويني ښیي چې کوکاکولا نارینه له مردۍ غورځوي

ازمويني ښیي چې کوکاکولا نارینه له مردۍ غورځوي


دغه څرګندونه د یاهو (Yahoo)په خبري خپرونوکي د اپریل پر شپږمه راغلې ده ډېره کولا چیشل دنارینه مردي کمزورې کوي . دغه خبره د دینمارکي پوهانو آزمویني ښوولې ده . دغه خبره د امریکا په يوه مسلکي خپرونه کي  چې(Journal of Epidemiology) نومیږي خپره سوې ده. 


د ډنمارک یوه پوهنتون د کوفئین (Koffein)چيښلو  آزموینه تر څېړني لاندي نیولې وه، چې دغه د «منیو » پر کیفیت (Spermienquality) باندي څه آغېزه کوي .  د ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۰۵ پور ۲۵۵۴ اتلس کلن  ځوانان د دوی د سرتیرو د پروګرام په لړ کي د ډاکترانو او پوهانو تر پوهنیزي آزموینه لاندي نیول سوي وه پوهانو  ودغو ځوانانو ته د ورځي کوکاکولا او یا قهوه د چيښولو لپاره تر خپل کنترول لاندي ورکول اوآغېزه ئي پرشمېر د «سپیرمین » د آزموینکوتر نظر لاندي نيولي وه .                 
پیله : ډېرمهال  کولا (Cola) او یا هم قهوه  (Coffee) چيښل پر مقدار باندي د نارینه د نسلي حجرې آغېزه کوي . یاني لږه وي ئي . په حقیقت کي دغه نصواري رنګه اوبه ئي ګټوري نه دي . هغو نارینو چې د ورځي یو لیتر کولا چیښل څه ناڅه ئي په «سپیرم » یاني « منيو » کي ئي تر ۳۰ په سلو کي لږ والی لیدل کېده . 


دوکتورس (Dr. Tina Kold Jensen) «ینزن » چې آمره د دغي آزمویني ده  وائي، چې پیله د آزمویني ښیي، چې مقدار دبې الکهولو د چیښاک (Softdrink) برعکس متناسب د  نارينه  د سپیرم د کیفیت (Spermienquality) سره .  هغه نارینو چې کولا (Cola)  ئي نه چيښله په اوسط ډول سره  (  ۵۰  ملیونه سپیرمین په يوه ملي لیتر « مني » کي په ډېر ښه کیفیت د خپل نسلي حجرې ښوول . 


په عمومه توګه هغه کسانو چې کولا نه چيښله روغتیائي حالت ئي تر هغه کسانو چې (Softdrink) ئي چيښه ډېر ښه وو . نو له دې کبله پوهانو په سلو کي سل مطمئن نسو ویلای، چې دغه یوازي هغه توکي چې په کولا کي ګډ دي هغه دي که د خوراک عادت د آزمویل سوو کسانو دی،چې د دوی پر« سپیرمين» کیفیت  باندي آغیزه لرله .              
د يادولو وړ ده چي څو میاشتي مخکي د نړۍ معتبرو روغتيايي تحقيقاتي مرکزونو د خپلو څېړنو پر اساس اعلان وکړ چي د ريډبول Red Bull Energy Drink څښل هم ورته روغتيايي زیانونه لري .


د اینترنت څخه  د یاهو د خبري خپرونو څخه