کور / کیسه / څارنوال يعنی څوک؟

څارنوال يعنی څوک؟

خداي شته چي دڅارنوال په معنی نه پوهيږم چي څارنوال چاته وائي اوڅه وظيفه لري اواوس په افغانستان کي څارنوالان شته اوکه نه ؟ څارنوالي مي ليدلي ډيرښايسته تعميرده په سرئي لويه لوحه ده او ليکلي ئي دي چي دافغانستان لويه څارنوالي ډير خلک هلته ننوځي اوراوځي دابه څوک وي ؟ اوڅه کاربه لري؟ څومره غټي غټي تنخواه به اخلي زاړه خلک او واړه هلکان پکي ډير دي زاړه کار نشي کولي اوواړه په کار نه پوهيږي داڅومره لويه ستونزه ده دابه څوک حل کړي ؟
کله کله په راډيوګانوکي دڅارنوالانوخبري اورم ډيري ښي خبري ډيري ښي وعدي ورکوي زما ددوي وعدي اوخبري خوښيږي فکرکوم ټولوادبيات لوستي وي ځکه داخبري ډيري پستي ،زيږي ،خوږي اوترخي وي په شرايطو اوګرامر برابري وي ٠
يوغل يوکيسه بوريوقاچاقبر اويو رشوت خور ئي ونه نيوه ٠دښاروال بيچاره ستوني وچ شوو چي هره مياشت اوبالااخره هرکال په جريبو جريبو دولتي ځمکي غصب کيږي په ښکاره رشوتونه اخيستل کيږي اوبالااخره زه فکرکوم دلته هم دونډ خبره ده غاصبا ن ،څارنوالان قاضيان دايوه ګرده دايره ده چي غل اومل ټول سره تړلي دي ديوه کور خلک دي يوبل سره پيژني راکړه او ورکړه لري مصلحتونه کوي دومره منظم دي هره شپه يوبل ته ګذارش ورکوي حسابونه تصفيه کوي نوي پلانونه جوړوي ٠
پوليسان اوکشفي ارګانونه په سرو سترګو ژاړي وائي چي مونږ څنګه مجرم ونيسو نن
ئي مستند ونيسو سبائي ګورو چي دنرپه شان ازاد ګرځي اوغاښونه مونږ ته چيچي چي په
والله که دي پريږدم خلاص به رانه نشي څه دي وکړه چي زه دي ونيولم داده دنر په شان ګرځم٠
څو ورځي پخوا استناف دکومي راډيولخوا قاضيانومفصل تشريح کړو دخلکو پوښتني ځواب شوي که څارنوالي هم کوم لوړ پوړي څارنوال تشريح کړي اودخلکو پوښتنوته ځواب ووائي دابه ښه کار وې ٠
کرزي ښه سړي ده يواځي ده صادق خلک ورسره نه شته هيڅوک نلري هغه چي ډيرنژدي ورسره کارکوي ورسره په چل کي دي غلط ګذارش ورکوي اولوي غل ده ٠
يوچا وويل داکرزي دخپلي کابيني اونژدي خلکوپه کړووړونه خبريږي اوکه تري ډاريږي
ماورته وويل په دواړو کي شک نه شته ٠ ديوحکومت سترګي اوغوږونه استخبارات وي
هرڅوک چي داد چور په دوره کي هرڅه کوي داد کرزي په نوم ختميږي ٠ کرزي صاحب پنځه کسه پاک پيداکړه اوپه شخصي محفل کي قسم ورکړه چي تاسره به صادقانه کارکوي ډيرښه سړي ئي ډير بدخلک دي په شاوخوا راټول دي برباد ئي کړي په ځان پوهيږي ؟ ويښ ئي که ويده ؟