کور / کیسه / قهرمانه مولان

قهرمانه مولان

دنانسي ي کرولک ليکنه
دزرلښته حفيظ ژباړه
مولان دچين هغه قهرمانه انجلې وه چې يو وخت چين کی دخپل معيوب پلار پر ځاې دجنګ ډګر ته د خپل پلار ځاې ډکولو لپاره ودانګله يو وخت په چين کی ددښمنانو يرغل وو نو دوخت پاچا دملت څخه غوښتنه وکړ چې دخپل هيواد څخه ددفاع په ليکه ودريږې ٠مولان دنارينه وو په جامه کې دهيواد دعسکرو تم ځاې ته ځان يي ورساوه او هلته يي دقومندان شنګ سره وليدل دشنګ وظيفه نورو عسکرو ته دعسکری تعليم ښودنه هم وو ٠ مولان دعسکري تعليم دپاره ډير زحمت ويست مګر غټ غټ غلتيانی تری کيدل. يو ورځ دتعليم په ميدان کی دعسکرو څخه وغوښتل شو چی دلوې پايي سرته وخيژی عسکرو کوشش وکړ خو بريالې نشول مګر هوښياره مولان وکولاې شوه چې دپايي سرته وخيژي بله ورځ جنګ پيل شو مولان هم دعسکرو سره دجنګ مقابلی ته ولاړ دښمنان عسکرو ته نژدې راغلی ول خو هوښياره مولان دهغه غره سرته وختله چې دښمنان لاندې روان وو پده ساعت کی مولان دغره په هاغه برخه کی چه دواورو لوې امبار تری جوړ شوی وو يولاسې بم ورختا کړ چې دواوري کمر لاندی وغورزيد په دی توګه ددښمنانو دمخه ته دراتلو لاره بنده شوه خود کمر دغورځيدو سره قومندان شنګ هم لاندی وخويد مولان غوښته چه قوندان شنګ ته لاس ورکړي او هاغه جګ کړې چې خپله هم وغورځيده او خپل لاس او ټټريي خوږ ه کړه خوقومندان شنګ په خپل اس زر پورته شو او مولان يي پورته کړ او مر کزي هډی ته يي ډاکتر ته ورسول کله چه ډاکتر دمولان په ټټر باندې ټپي شوې زخمونه کتل نو ډاکټر اوقومندان شنګ پوه شول چه مولان نارينه نه بلکی يوه انجلې ده مولان يي يواځی پريښود اودوې ورڅه لاړل خو هوښياره مولان دځانه سره فکر وکړ چې اوس څه وکړي نوسم دستی يي دخپلو خپو مزل يي پيل کړ او دوخت باچا ته يي ځان ورساوه او ټول حقيقت يي بيان کړ باچا ډير عسکر دجنګ ځاې ته ددښمن مقابلې ته واستوه چه دښمنان ټول دمينځ نه لاړه اوچين او چينا يان ديرغلګرو دتعروض څخه بچ پاتی شول خو مولان د چين دحکومت له خوانه يوه قهرمانه ونمول شوه اوقهرمانه مولان بيرته خپل کورته ديو ښه نوم او افتخار په ګټلو سره بريالې ستنه شوه