بلخ : د درې غوره شعرونو د غواري مشاعره وشوه

د لراوبر اداره | اپریل 6th, 2010


د بلخ ولايت په مركز مزاشريف ښار كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې تر سيوري لاندې د درې شعرونو د غوراوي څلورمه مشاعره د وري په ۱۳مه، وشوه.

په دغه مشاعره كې لومړۍ شعر د مومند بابا ادبي بهير غړي نهضت الله نهضت، دويم د ام البلاد ادبي بهير غړي ګلاب شينواري او درېېم شعر د چمتال ادبي بهير غړي ملنګ شېرزاد غوره كړاى شول.

غونډه د بريالي جلالزي او شريف الله رنځور مل په ويندويي د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحق زي په كور كې د لسګونو شاعرانو په او فرهنګپالو په ګډون د قران كريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه.

د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، فرهنګي مسوول ليكوال ذبيح الله احساس په وينا د غونډې پرانيسته وشوه.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې په بلخ ولايت كې د شعرونو د غوراوي روانه لړۍ د دغه ولايت د شاعرانو په شعرونو كې د هنر د زېږندې وسيله وګڼله.

همداراز احساس وويل: ((زموږ د درې بهيرونو تر منځ ګډه مياشتنې مشاعره زموږ د همغږۍ ښه بېلګه ده))

نوموړي هيله څرګنده كړه، چې بلخي فرهنګيان به تل په دغه ولايت كې د روان ګډ فرهنګي يون لارويان وي او دا لړۍ به د شمال نورو ولايتونو ته هم غځوي.

د غونډې ګډونوال او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې يو مشر اينجينر غلام فاروق خپلواك هم د شعرونو د غواروي مياشتنۍ مشاعره د ځوانانو د يووالي بېلګه وګڼله.

نوموړي بلخي ځوانان په خپلو فرهنګي بوختياوو كې ګډ كار كولو ته وهڅول.

د غونډې په پاى كې د بلخ د درې تكړه ځوانو شاعرانو جاويد څلي، مطيع الله اراك او محمد قاسم لونګ لخوا درې غوره شعرونو وټاكل شول.
د غوره كړاى شويو شعرونو شاعرانو ته د ستاينليكونو تر څنګ يو شمېر كتابونه او مجلې هم وركړل شوې.

په بلخ كې ولايت كې د بلخي فرهنګيانو لخوا د تېر كال له د دويمې نيمايي څخه وپتيل شوه، چې هره مياشت به د درې غوره شعرونو د غوراوې په نوم مياشتنې مشاعره كوي.

دغه لړې په مزارشريف كې د مومند بابا ادبي بهير څخه پيل شوه، چې په مسلسه توګه يې دويمه مشاعره په بلخ ولسوالۍ (ام البلاد ادبي بهير) كې او درېيمه يې په چمتال ولسوالۍ (چمتال ادبي بهير) كې تر سره شوې.

يو مياشت وروسته به د همدې لړۍ پنځمه مشاعره په ام البلاد ادبي بهير، په بلخ ولسوالۍ كې تر سره شي.

Copyright Larawbar 2007-2024