کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظيربوټو په قتل کي ښکيلو کسانو پرده اچول کيږي

د بېنظيربوټو په قتل کي ښکيلو کسانو پرده اچول کيږي

 


د سپريم كورټ بار مشر اعتزاز حسن وئيلي دي چې  په ډېر نږدې وخت كښې  به دعدليې دخپلواكۍ  لمر راوخېږي  افتخار  محمد چودري  اوس هم په قانوني توګه د پاكستان  دسترې محكمې  رئيس  دى دلاهور  وكيلانو ته د وينا په ترڅ  كښې  اعتزاز حسن زياته كړه چى  په 9 مارچ بيل  شوى كاروان لاتر اوسه خپل  منزل ته ندى رسيدلۍ د عدليې  ترخپلواكۍ  او د ګوښه  كړل شوو قاضيانو تر بحالۍ  پورې  به غورځنګ  ته دوام وركړل شي اعتزاز حسن زياته كړه چې  حكومت  دي د دغه سوال ځواب  ووائى  چى  دبې  نظير  بوټو او نورو شهيدانو پوسټ  مارټم ولې  ونه كړی شو او د ملګرو ملتونو پرپلټنو څه  اعتراض  لري  دبې نظير بوټو په قتل كښې ښكېل  كسانو با ندې ولې  پرده اچول كېږي.