کاپيسا : توغنديو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
تېره ورځ د کابل شمال خواته په يوه کور کي دتوغندۍ رالوېدو له امله څلور مېرمني ووژل سوې او درې نوري زخمیاني سوې ، د کورنيو چارو وزارت لخوا په ورکړه سوو مالوماتو کي راغلي چي ياده سوې مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته سوه چي د کاپيسا ولايت څخه له ويشتل سوو ۹ توغنديو څخه یوه يې د اوسيدني په يوه کور کي ومښته . د کورنيو چارو وزارت د پړې ګوته طالبانو ته نېولې ده خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی .