دخيبرپښتونخوا ضد مظاهرو کي ۹ کسان وژل سوي دي
د هزاره ډويژن په مرکز ايبټ اباد کي ځايي اوسيدونکو د خيبرپښتونخوا د نوم سره دمخالفت پر سر په مظاهرې نن په دوولسمه ورځ هم رواني دي ، په دې مظاهرو کي چي د مسلم ليګ ( ق ) ګوند د پلويانو لخوا رهبري کيږي تر اوسه د پوليسو سره ډزو کي ۹ کسان وژل سوي دي ، يوه عيني شاهد لراوبر ته وويل چي مظاهره چيانو د ښار ځيني مهيم سړکونه بند کړي دي ، د وسلوپلورلو د يوه دکان تر څنګ يې د پوليسو ځيني تاڼې هم سوځولي اونه چور کړي دي، په ايبټ اباد کي د عوامي نيشنل ګوند او مسلم ليګ نواز ډلي سيمه ايز دفترونه مظاهره چيانو لخوا مات او سوځول سوی دی .
پوليس وايي چي د مظاهره چيانو دتيت پرک کولو او کنترول ترلاسه کولو لپاره يې ځانګړي کوماندويي ځواکونو ته د مرستي بلنه ورکړې ده .
سيمه ايز کارپوه لښکرخان لراوبر ته وويل چي مسلم ليګ ق ګوند چي پخوا يې د خيبر پښتونخوا په ځای د هزاره پښتونخوا د نوم غوښتنه کوله اوس هغه هم نه مني او غواړي چي د هزاره په نوم ځانته يوه بله صوبه يا ايالت جوړ کړي . نوموړی وايي چي له دې هزاره څخه مطلب هغه هزاره قوم نه دی چي په افغانستان کي د پښتنو پر ضد ستونزي جوړوي بلکي دا ددې ډويژون ( سيمي ) نوم دی چي ايبټ اباد يې مرکز دی .
لښکر خان وايي چي نن په بټه ګرام کي نن د سې شنبې په ورځ د ولسي خلکو لخوا د خيبر پښتونخوا د نوم په ملاتړ سوله ايزه مظاهره سوې اوس هم روانه ده ، د نوموړي په وينا په بټه ګرام کي چي اکثريت پښتانه اوسيږي ټول په يوه خوله د مسلم ليګ (ق) ګروپ د مظاهرو او غوښتنو پر ضد د خيبرپښتونخوا نوم ددې ايالت لپاره غوره بولي . د پښتنو دا مظاهره د کومي سیاسي ډلي لخوا نه بلکي د ځايي اوسيدونکو د قومي جذباتو پر اساس شروع سوې ده .