يو دېرش افغانان ونيول سول

34 | اپریل 14th, 2010


د انډونيزيا پوليسو يو دېرش افغانان هغه مهال ونيول چي له دغه هيواد څخه اسټراليا ته روان ول.
د اسټراليا حکومت وايي دغه کسان د جاوا په لوېديځ سوکابومي ټاپو کي نيول سوي دي چي غوښتل يې په ناقانونه توګه اسټراليا ته ځان ورسوي.
دغه افغانان په داسي حال کي نيول کېږي چي تېره اونۍ د اسټراليا حکومت د افغانستان او سريلانکا د اتباعو دپاره د پناه ورکولو شرايط سخت کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024