کور / z_buitenland_news -- 5 / د بشرحقوقو په راپورکي پاکستان يو ديکتاتور بللی دی

د بشرحقوقو په راپورکي پاکستان يو ديکتاتور بللی دی


 

د بشري حقونو  تنظيم هيومن رائيټس واچ په پاكستان كښې د بشر د حقوقو پرحالت او د امريكا او بريتانيه لخوا دولس مشر پرويز مشرف د حكومت ملاتړ باندې سخته نيوكه  كولو سره ولس مشر مشرف په پاكستان كښې  د جمهوريت په پرده كښې  د يكتاتوربللۍ دى.

 په ټوله نړي كښې د بشرى حقوقو لپاره كاركوونكي تنظيم په خپل كلني رپورټ  خپر كړيدى  په رپورټ كښې  وئيل شويدي  چى په پاكستان كښې د صفا انتخاباتو امكان روښانه ندى دحكومت  پلوه كانديدانو لپاره تر وخت دمخه  درغلۍ شويدى دبې نظير بوټو

 
د قتل په هكله  هيومن رائټس  واچ وائى چې  كه څه  هم مشرف  حكومت  دبې نظير بوټو د قتل تور پرالقاعده لګوي  خو دحكومت  لخوا دپېښې  ځاى  پريمينځل  د ولس په زهنونو كښې دغه شك ته ځاى وركړيدي چى  دبې نظير بوټو دقاتلانو سره پټې شبكې لاس لري  دبى بى سي  د راپور ترمخه  د هيومن  رايټس به رپورټ  كښې  زياته شويده چى  دسترې محكمې  درئيس  په شمول د سترې  محكمې  نور قاضيان تر اوسه پورې نه بحاله كول دغه خبره  په ډاګه كوي چى په هېواد كښې د انصاف داسي فورم  پاته ندى چرته چې  انتخاباتو كښې  د درغلۍ  سره مخامخ كيدونكي خپل غږ پورته كړي هيومن رايټس واچ  په رپورټ  كښې زياته كړي ده چې  پر12 مئى  په كراچى  كښې  د تشدد په پيښو كښې  د متحده قومي  مومنټ كاركنانو بشپړه  ونډه درلوده ايم كيو ايم  په كراچۍ  كښې  د تشدد په پيښو او د خلكو څخه  كالدارو په زور اخستلو  كښې  لاس لري  ، هيو من رايټس  واچ  د بلوچستان حالات  د انديښنې وړ بللي  دى  په رپورټ  كښې  د سرحد ايالت په شمول  قبا ئيلي سيمو كښې  د بشري حقونو څخه  سرغړونه  باندې  انديښنه څرګنده كړي ده.