ورځپاڼو ته کتنه

34 | اپریل 15th, 2010


ملی ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام مسئله راخستې او پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې ايرانيان اوس د هر اعدام شوي افغان مړي د سپارلو لپاره سل ډالره غواړي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې له دې مسئلې سره په تړاو كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او په كابل كې د ايران سفير مشرانو جرګې ته وربلل كيږي.
ملي ارمان پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې دا شمير افغانان په ايران كې په غير عادلانه توګه محاكمه شوي او افغانان بايد پدې اړه سخت غبرګون وښې او د خپلو هيوادوالو د ژغورنې لپاره اقدام وكړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د كابل په نړيوالې غونډې بحث كړې او پدې ترڅ كې غوښتي دي، چې د عدلي او قضايي ملي پروګرام لومړيتوبونه دې ددې غونډې په اجنډا كې ونيولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د سولې په ملي مشورتي جرګې بحث كړې، چې په راروانه مياشت كې په كابل كې پرانستلې كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، كه څه هم ددې جرګې د جوړولو ستر مسؤليت د حكومت په غاړه دې خو د ورځپاڼې په وينا دا د هر افغان دنده، چې د سولې په اړه فكر وكړي او دې ستر هدف ته د رسيدو لپاره دې هڅه وكړي.
ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو جلا مطلب كې دا غوښتنه كړې، چې مخالفين هم بايد پدې جرګه كې ګډون وكړي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د ايران په لاس وهنو بحث كړې او پدې اړه يى د افغان دولت چوپتيا تر پوښتنې لاندې راوستلې.
ورځپاڼې په دوام كې د ايران د ولسمشر وروستيو ځرګندونو ته په اشارې، چې پكې په افغانستان د روان جنګ د تحقيقاتو غوښتنه شوې له افغان دولت نه غوښتي، چې ددغه ښاغلي خله بنده كړي.
په ورځپاڼه كې د ترهګرۍ پر ضد د عرب علماوو نوې فتوا هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې په ټول ګټو ادارو حملې، په ځمكه كې فساد، د الوتكو تښتول، د ودانيو ورانول، ورانكارو ته پناه وركول او د هغوى عقيدوي، مادي او معنوي ملاتړ ټول جرايم دي.
په ورځپاڼه كې يو ځلې بيا په هلمند كې د اټالوي ډاكټرانو د نيولو موضوع څيړل شوي او دا ځلې ليكل شوي، چې دغو ډاكټرانو د افغان خبريال اجمل نقشبندي په وژلو كې هم لاس درلود.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د كړنو په اړه د مشرانو جرګې سخت غبرګون راخستې او ليكلي، چې دوى له وسلوالو مخالفينو سره مرسته كوي.
ورځپاڼې د مشرانو جرګې د غړو په حواله ليكلي، كه امريكا او متحدين يى په افغانستان كې سوله نشي راوستلې نو عامو افغانانو ته دې وسله وركړي، څو خپله د ځان دفاع وكړي.
ورځپاڼې افغانستان ته د سرتيرو د استولو لپاره د روسي مشرانو دريځ ته هم كتنه شوې او ددغه هيواد د ولسمشر په حواله ليكل شوي، چې دوى نه غواړي خپله تيره ترخه تجربه تكراره كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د قانون په اړه د ولسمشر كرزي د فرمان په رد د ولسي جرګې په ټينګار انتقاد كړې او ليكلي، چې له دې سره په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاس وهنې زمينه برابريږي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې چاپيريال ته په ورپيښو ستونزو بحث كړې او د هغې اصلي لامل يى د موټرو زياتوالې او د بې كيفيته تيل كارول ښودلي دي.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د عامه خلكو د وژلو په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې ددوى ستونزې په دوام سره هيڅ يوه ستراتيژي نشي كولې د افغانانو زړونه خپل كړي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د جرمن ځواكونو ماموريت ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دوه شپيته سلنه جرمنيان له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو وتل وغواړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مسئله هم راخستل شوې او پدې ترڅ كې د امريكا د دفاع د وزير په حواله ليكل شوي، چې دوى دغه مسئله څيړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د شتو ستونزو په اړه د بريتانيى د بهرنيو چارو د وزير په وروستيو څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې د فكر او عمل ترمنځ تضاد ستونزې زيږوي.

Copyright Larawbar 2007-2024