کور / اسلامي / زماسفرواسلام ته!!!(این ناجی جونز) (10)څپرکی

زماسفرواسلام ته!!!(این ناجی جونز) (10)څپرکی

ژباړن : عبدالغفارجُبیر
یوامریکایی بندی په اسلام مشرفه شو

بسم الله الرحمن الرحیم ډېرځله به مواورېدلې وې اوهم به ئې په اینده کی واوری چی ډېرخلک په بندکی په اسلام مشرفه شوی اویاهم کیږی، خوځینی چی زموږدالیکنې اوری بیاودې خارق العاده کارته حیران وی، زماکیسه هم دهغوخلکودکیسوڅخه ده چی په بندیخانه (محبس) کی مسلمان شوم؛ زه خپله لیکنه ددې لپاره نه خپروم چی زه مشهوره شم، (العیاذ بالله)اودخلکوتوجه وځانته راواړوم، بلکه داپردې ګواهې ورکوی چی داسلام مبارک دین ، اوپریوه خدای جل جلاله ایمان راوړل وسړی ته باطنې، ظاهرې، روحی، اودماغی سکون ورکوی؛ اوزه ولوی څښتن ته دادُعاکوم چی زماکیسه دخلکولپاره یوه نمونه وګرځوی، اووټول امت مسلمه ته داوایم چی دلوی خالق جل جلاله ونښانوته وګوری اوحقیقت وپېژنی۔
مادلومړی ځل لپاره په (1984) کال کی اسلام قبول کړ، چی زه په هغه وخت کی (11) کلن وم، چی نه په مذهب پوهېدم اونه ئې هم کوم ارزښت راته درلودی، اوپه هغه وخت کی ماته ویل کېدل چی یواځی ویوه خدای ته دعاکوی،وعیسی علیه سلام ته دُعامه کوی، درې خدایان نشته لکه عیسایان چی وایی(خدای، عیسی ، اوروح القدوس)، دخنځیرغوښه مه خوره، اوداسی نور۔۔۔ اوځینی ملګروبه می راته ویل چی اسلام یواځی دتورپوستومذهب دی اوبس، خوزمادعمرپه اساس می ښه ټینګ هوډهم نشوکولای، اوپخپل قضاوت کی څه شکمن وم، چی ایاروښتیا هم دادین یواځی دتورپوستوامریکایانودین دی؟؟؟لکه څرنګه چی زه په یوه عیسایی کورنۍ کی پیداشوې وم، نوزماپه غوږوکی داهم پوه کړل شوی وه چی خلاصون یواځی دحضرت عیسی علیه سلام په لاس کی دی، اوپرده ایمان راوړل دی، نوبایدوحضرت عیسی علیه سلام ته دعااوعبادت وشی، اوداهم راته ویل کیده چی هرانسان په طبعی ډول سره ګناه کاره دی اوبېله دوینوڅخه دحضرت عیسی علیه سلام داګناه بل شی نشی پاکولای، اودی (حضرت عیسی علیه سلام ) یواځی موږته نجات راکولای سی اوبس (العباذ بالله)، چی دعیسایت دامتناقضی خبروزه هرمهال په شک اوتردد اوحیرانتیاکی اچولم،اوکله به داسی حالت راباندی راغی چی سربه می په هیڅ نه خلاصیدې، مطلب داچی داسلام په قبلېدوسره یوشانته خبرې خلکوراته کولې اوپه عیسایت کی زه پخپله شکمن وم ، نوداتکل می وکی چی زه بایدددې پرېشانیوڅخه ځان وژغورم، اوهغه داچی دواړه دینونه (اسلام اوعیسایت) به پرېږدم، نه به ومسجدته ځم اونه به هم وکلیساته ځم؛ اوځان می یواځی ودینوی کارته وقف کړاوپه ځانګړې ډول سره می دخپل هیواد(امریکا) لپاره کارپیل کړ، نوځکه می په (ROTC) کی برخه واخیسته، اوپه ډېرلږوخت کی می زیات پرمختګ پکښې وکی، په دې ماموریت کی موږته داسی ویل کیده چی په ژوندکی بل هیڅ شی نشته بېله له دې څخه چی سړی دخپل هیوادلپاره جنګ وکی، نوځکه می په دې لاره کی نه ستړی کېدونکې هلې ځلې پیل کړی، چی دډېرعزت اوامتیاز خاوندشوم، اوحیثیت می ورځ په ورځ زیاتیده، خویوه قوه راپکښې ډېره وده وکړل هغه داچی جنک کول، څوک بې عزته کول، وژل، اوداسی نورڅه راته عادی خبره وه۔
داګست پر (26) په (1990) کال کی زه په دې ونېول شوم چی زماسره وژونکی سلاح وه، چی زه ئې په ډېروورځپاڼواومجلوکی نشرکړم، اودابه راته نویشته وه چی هرڅوک داسی بې قانونه سلاح ګرځوی نودابې سزا وی په داسی بڼه سره به زماانځورونه اخیستل شوی وه چی زړۀ بوګنونکې وه، زماټول ملګرې اوهمصنفیان په دې کارسره خجله وه چی داکارڅنګه پېښ شو!!! اوزه ئې دومره ترفشارلاندی راوستلم چی زمانوم ئی په رسنیوکی په قاتل سره مشهوره کړ چی نژدې خپلوانوهم راڅخه کرکه کوله، چی په پایله کی ئې زه په (1991) کال کی په اپریل کی په (20) کلونوپه بندباندی ئې سزاکړم خودازمابنددنوروعاموبندیانوپه بڼه سره نه وو، تړلی که نه وم خوترسخت نظارت لاندی وم، اوهرڅه می کولای سوای، خوبیاهم دبندکړۍ زمالپاره یوه روانی ناروغی وه، اوپرېشانه ډېروم، دومره پېښه نه وه لکه زه ئې چی شرمنده کړم، دجولای په (21) د (1991) کال کی ئې وقانون ته حواله کړم، اوزه ئې و(Clemens Unit) ته چی د (ټکساز) په (Brazoria) کی وو راولېږم، چی دغه (یونټ) په (Burning Hell Unit) یعنی سوزونکی دوږخ په نامه سره مشهوروو، زه اوزما یوملګری چی ځان ئې وماته په (Mac-T) سره نوماوه په خونه کی راسره ووډېرناخوالې اوهرڅه پکښې شتون درلودی، خوترډېروبه هېرښه وی، دې ملګرې می ماته درې اوصول وویل چی ته زماملګرې ئې اودادرې توکی به مراعتوې:
1: خپلې څپلۍ ووطاق ته ترداخلیدومخکی کاږه۔
2: داوطاق به هره ورځ صفاکوې۔
3: کله چی زه لمونځ کوم نوهیڅ شوراواوزوږ به نه جوړوې۔
په لومړې وختوکی دازمالپاره ناشونې وه، چی دخپل ملګرې خبرې می اورېدلې وای، خوچاره می نه وه، داځکه دې زمایواځنی ملګرې، دزړۀ دوست اوهرڅه وو، مخکی مادازماملګری نه پېژانده، خووروسته راته جوته شوه چی دی یومسلمان دی؛ په (1991) په دسمبر کی داځای پاته شو، اوس می بل سفرپیل شو، اوهغه داچی زه و (Hughes Unit) چی د تکساس په (Gatesville) کی وو، ودغه کالج ته ولاړم، کله چی زه و(Hughes Unit) ته راغلم دلته هرڅه دبدلون په کړۍ کی راته ښکاری، دلته چاپیریال ډېربل شانته دی، هلته په (Clemenes) کی ټول زمادعمرخلک وه خوپه دغه ځای کی هرڅوک د(20ـ 50) کلونوپوری وو، اوبل داچی کله چی زه په (Clemenes) کی وم هلته می جنګ کاوه، دچاپروامی نه درلوده، شراب می څښل، غلامی کول اوخپل تروسه پوری می دقانون څخه سرغړونه کول، که څه هم سزاراکول کېده۔
په (1993) کال کی زماپلارددې فانی دنیاڅخه سترګې پټې کړې، چی دژوندرسۍ می نوره هم سره پېچلې شوه، اودکړاوونوسره لاس اوګرایوان شوم، سکون اوارام می دیوه مرغه په شان والوتی، اوراڅخه رخصت شو ، چی په دغه وخت کی می ددرووړونوسره ولیدل چی زمادژوندداوښتون سبب هم شول، یعقوب، کریم اووادی دادرې وړونه ډېرمنظم، مینه درلودونکی، مخلص اوخواخوږی وه، چی مائې پخپل ژوندکی بېلګه نه ده لیدلې دې دې درووروڼوخپل ټول ژونددیوه خدای وقانون ته وقف کړی وو، یواځی ئې داسلام چوپړکاوه، اوکله به دوی وماته په اسلامی خدمتونوکی دونډې اخیستلوبلنه هم راکوله، مګرمادخپلې بې عقلۍ ، وحشت اونجسې مفکورې اوعقیدې په سبب هرڅه واوبوته وراچول، اوهیڅ پروامی ددوی دمشوراوخبرونه کوله، اوزه په دغه وخت کی دخدای دوجودڅخه منکره هم وم، زه صرف وقوت اوطاقت ته تابع وم، اومایواځی خپل ځان ښه پېژانده۔
په (1995) کال کی ماپه پخلنځۍ کی کارپیل کړ، زمادنده داوه چی دډوډۍ پرمهال باندی بایدزه وهرچاته خوراک اماده کښېږدم، زماسره بل ملګری د (Haywood) د(هې ووډ) په نامه سره وو، دی یورېښتنی مسلمان وو، چی اصلی نوم ئې مصطفی وو، موږډېرښه ملګری وو، هروخت به مودسیاست، تعلیم، اومذهب په اړه سره خبرې کولې، یوه ورځ ده یوڅه لوستل چی ورڅخه پوښتنه می وکړل چی څه لولی؟ ده ځواب راکی چی دادوژولواوڅښلوسره کوم تړاونلری نوځکه دې ددې څخه ښه هم نه راځی، خومازماملګری (مصطفی ) مجبوره کړ چی ته خوئی راته وښایه، ده دخپل ځان سره عربی ژبه زده کول، ماورته وویل چی مادعربی ژبې نوم هغه مهال واورېدی، چی کله زه هلک وم اوپه (1984) کال کی می اسلام راوړ؛ ده راته وویل چی ته داکارنشی کولای ماورته وویل شرط درسه تړم! ده راته په خنداوویل چی شرط تړل په اسلام کی نشته اوحرام دی، داځکه چی داقمار(خُمار) دی، خومادد ې لپاره چی دملګرې خبره راباندی جوړه نشی په (20) دقیقوکی یوڅه عربی زده کړل (یوڅوتوری) له دې څخه وروسته می وملګری ته ټول توری وویل ډېرخوښ شو، اویوه پاڼه ئې راته راکړه چی عربی توری پرلیکل شوی و،اوهغه می هم په یادزده کړل، له دې څخه وروسته می داتکل وکی چی بایدعربی زده کړم، چی راتلونکی فیصله می دژونددسوکالۍ اونیکمرغۍ سبب شوه، زمایوملګرې دعربی دزده کړې لپاره چی (فهیم) نومیده یوه نسخه قرانکریم راوړاوماته ئې راکړ؛ اودائې هم راته وویل چی انشاء الله مسلمان به شی!!! مائې مننه وکړه نورمی هیڅ ورته ونه ویل اودامی لیری بلل چی زه به مسلمانېږم۔ کله چی قرانکریم وایم نواحکامواکیسوئې زمازړۀ یووړ دقرانکریم دڅومیاشتوویلوڅخه وروسته می داهوډوکړ چی دفهیم څخه مرسته وغواړم ده وماته ډېرې مشورې راکړې، زموږدټولوبې وسه بندیانوسره دوی ډېره ښه رویه کوله اوداپه مشاهده راته معلومه شوه چی هرڅه دالله جل جلاله په واک کی دی اوهرچاته داښه ښکاری چی هیڅ معبودبرحق نشته مګرماسوی دیوه خدای څخه، داهغه نوې مفکورې اونظریی وی چی زماددماغ سره سمون وخوړاودسکون اوارام په ټغرباندی ئې کښېنولم نوځکه می ودې لاری ته سفرپیل کړازیات ورڅخه اغیزمن شوم دادجمعې شپه ده چی زه بایدفیصله وکړم چی د قرانکریم تلاوت کوم اوداسی وایی:
اومنګولې ولګوی (ای مومنانو!) په رسۍ دالله (چی قران دی) ټول اومه سره مختلف کیږی (وروسته له اسلامه)۔ اویاد کړی تاسی (ای مومنانو!) نعمت (احسان) دالله پرتاسی کله چی وی تاسی دوښمنان نوالفت (مینه) ئې پیداکړه په مینځ دزړونوستاسی کښې نووګرځیدی تاسی په نعمت (رحمت) دالله سره (اسلامی ) وروڼه۔ اوواست تاسی په غاړه دکندی له اوره (ددوږخ په سبب دګمراهۍ اوکفر) نوخلاص ئې کړی تاسی له هغه (اوره په اسلام سره)۔ (ال عمران، 103)۔
دې ایات مبارک زماپه ژوندکی ډېرغټ بدلون راوستی ، ډېرې ډېرې دعاوې می وکړې چی ای لویه څښتنه زماګناوې ، بدافعال ناوړه چلند اوغلط عقیده اوداټول رامعاف کړه، اودافیصله می هم وکړه چی له ځانه سره چی دتل لپاره به ښه کوم دیوه خدای عبادت به کوم، اودټولوهغه کارونو څخه چی یوه الله جل جلاله منع فرمایلی دی په پوره قوت سره به خپل ځان ورڅخه ژغورم کله چی می دافیصله دفیهم سره شریکه کړل هغه ډېرپه خوښ شو، اوداسلام اووحدانیت په اړه ئې لنډتفصیل اولارښونې راکړی، دلمانځه زده کړه می پیل کړه، داسلام دهرعبادت احکام چی زده کوم، ډېرراته جالب دی، داځکه داسی ښکلی احکام اوعقاید ماپخپل ټول ژوند کی نه وه لیدلی، دلوی خدای جل جلاله په پوره مرسته اورحمت سره می داهرڅه په ډېره اسانۍ سره زده کړل اوهرڅه الله جل جلاله راته هوساکړل۔
اوس زمالپاره یوه مسئله پاته ده هغه داچی دکوموخلکو، تنظیم اوډلې سره چی زه غړیتوب لرم دهغوخبرول اودهغوڅخه ځان خلاصول اودملګروڅخه بېل والې داهغه څه ده چی مائې فکرکاوه، چی ستونزې به پکښې وې؛ که دامسئله نه وایی نومابه دشهادت کلمه ډېرمخکی ویلی واې، کله چی می دګوندغړی خبرشول دوی پردې باندی ډېربدوویل ( زماپراسلام راوړولوباندی) چاته راته دمرګ ګواښ وکی، چاته راته دوهلوګوت څنډنه وکړل اوچی زماډېرنژدې ملګري وه هغوراته جرمانه معلومه کړل، خوداهرڅه په خیرشول اوالله جل جلاله ډېرښه تدبیرکونکی دی، اوهرڅه دده په واک کی دی، ماهم یواځی مرسته له یوه اولوی خدای جل جلاله څخه غوښته چی په تنیجه کی ئې هرڅه راته هوسا کړل په اخرکی دوی زه هیڅ مجازات نکړم اوهرڅه په خوښۍ سره ترسره شول اوټولې ستونزې هوارې شوې۔
کلونه وروسته وینم چی زماپه شان ډېرې بندیانوایمانونه راوړل اوپه نړېوال دین (اسلام) باندی مشرفه شول اوالله جل جلاله ئې پرزړونوباندی درحمت اوبه تېرې کړې، حقیقت ورته ښکاره شو، زمااسلام راوړل وماته دومره ستونزې راولاړې کړی که زه دکفر(عیسایت) پرمهال دداسی ستونزو ښکارشوی وای نومابه ضرورخپل ځان وژلی وای، داځکه مادومره زغم نه درلودی، کله چی می پریوه الله جل جلاله باندی باور ، یقین اوتوکل وکی نودغروپه شان مشکلات ئی راته اسانه کړل ، تردې ډېرکوچنی مشکلات ما مخکی درلودل اوکله به کلیساته ورغلم اوحضرت عیسی علیه سلام ته به می زارۍ وکړی خوهیڅ نه کېدل داځکه دده په واک کی هیڅ نه وو، په راتلونکې شپه کی می چی د(Islamic Teaching Services) ټول غړی موجودوو، دشهادت کلمه وویله دهغې شپې خوند اواحساسات اوس راته ډېرمشکل دی چی دتوروپه بڼه سره ئې ولیکم، چی څومره خوندپکښې وو، (سبحا ن الله ولله الحمد) که په لنډوکی درته څه ووایم زه اوس داسی احساسوم لکه زه چی اوس دموره پیداشوی یم، هغه دشرک، دتثلیث اودنجات په نامه تور، کرغیړن ځنځیرونه ټول مات شول اودصراط المستقیم اودوحدانیت په رسۍ پوری می لاسونه ټینګ کړل، چی دهرانسان ددنیااواخرت دنیکمرغیوسبب ګرځی۔ داسلام دراوړولوڅخه می وروسته څومیاشتی داسلام زده کړه جاری وساتله اوخپل ټول وخت می ورته وقف کړ، داځکه زه یومسلمان یم اوبایدهرڅه زده کړم زماپه اسلامی روزنه کی څلورونفروونډه واخیسته فهیم چی زماهمشنی ملګری اوزماغټ ملاتړی وو،
، شفیق، (Malk ilm) اواسمعیل شریف(اې، کې، اې) چی دوزارت دنده ئې په غاړه وه، لوی خدای جل جلاله دی ودوی ته اجرعظیم ورکړی، چی په دوی کی شریف او(Malk ilm) وماته عربی رازده کړه، شفیق دخاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم احادیث راته وښودل، ماهمېشمه (انګلېسې په عربی) قاموس ددې لپاره استعمالاوه چی په قران کریم پوه شم،زه دبایبل په ژباړه اوتفسیر غولیدلې وم چی وقرانکریم ته ئې بدویل، خوحقیقت داسی نه وو، اوهغه صرف پخپل لاس جوړشوی دروغ وه، دقرانکریم په یوه ایات کی چی څومره مفهوم، نورانیت، احکام، اوصول،اواخلاق پراته دی په ټوله بایبل کی نشته چی دایونړیوال منلی حقیقت دی؛ هرورځ (10) ساعته می دقرانکریم وزده کړی ته وقف کړل، چی دلومړی ځل لپاره می زده کاوه اوددوهم ځل لپاره می یاداوه اوپه هرلمانځه کی می دلوی څښتن جل جلاله ته دادعاکوله چی پخپل موخه کی می سوکاله کی، اوکامیابه هم شوم اوهغه داچی پوره شپږمیاشتی وروسته زماتراسلام راوړلوزه په دې وتوانېدم چی دعربی ژبې ابتدایی کتابونه درس کړم۔ (الحمدلله لذالک)۔
اوس روحا زیات خوښ یم چی اسلامی علوم زده کوم، اودابیاڅومره خوشبختی ده چی په اسلام کی پردینی تعلیم باندی څومره ټینګارشویدی، چی زموږخوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: علم زده کړی که څه هم په چین کی وی۔ نوزه اوس پوره کوښښ کوم چی خپل تروسه خپل ټول وخت ددینی تعلیم په زده کړی کی ولګوم، چی په نتیجه کی می قرانکریم شروع کړاوخپل تروسه پوری می معلومات پکښې پیداکړل، ددې څخه وروسته می احادیث شروع کړل اوخپل تروسه پوره خپل ځان په پوه کړ، پرعقایدو، تفاسیرو، سیرت النبی صلی الله علیه وسلم، تاريخ اونورکتابومی هم ډېرکاروکړپه فقه کی می ترټولوزیات کوښښ وکړترڅوعبادات می سم کړل شی، په تاریخ کی می دابن اثیر، محمد هیکل، الامین الامیلی اودامیرعلی کتابونه وکتل۔
ډېرژرراڅخه غوښتنه وشوه چی زه بایدیوځای درس ورکړم، چی زماورسره ډېرمینه وه، اوداسلامی ابتدایی معلومات اوعربی ژبه می غوره کړل اوددې دوومضامینودرس می پیل کړ، اوتراوسه زه داسلامی ساینس اواسلامی تعلیم دزده کړی ډېرحارس یم۔
په (1999) کال کی په جولای زه (Beta Unit) ته نقل شوم چی په فلسطین کی وو، هلته امام عبدالرشید زماڅخه غوښتنه وکړل چی زه بایدپه (مجلس الشوری) دمسلمانانودخدمت لپاره ونډه واخلم چی په پایلی کی مادامام عبدالرشید اوامام عمررقیب په ملګرتیا سره په اسلام کی نه یواځی چی معلومات می پیداکړل بلکه هغه څه چی ماغوښتل هغه راته په نصیب شول، تنده می ماته شوه، اوداسلام په اصولوپوره پوه شوم۔
دجولای پر(17) په (2003) کال کی د(13) کاله بندڅخه وروسته زه خوشی شوم ډېرخلک په دې انددی چی په بندیخانه کی خوشی وخت تیریږی، سړی ترفشارلاندی وی، ظاهری اوروانی کړاونه وی اوداټول دوخت ضایع کیدل دی، مګردامحبس(زندان) زمالپاره دیوحقیقت پېژندل وو، دازندان سبب زمادهدایت واسلام ته شو، چی ددنیا اواخرت ټولې نیکمرغې می په برخه شوې۔ هرهغه څوک چی دالله جل جلاله سره پوره اخلاص ولری نوالله جل جلاله به دادین (اسلام) ورپه برخه کوی، په اسلام کی شتمن، مالداره، قدرتمند اونورڅیزونه مطرح نه دی اودکفاروداخبره چی په امریکاکی اسلام یواځی دتورپوستو دین دی اودوی خوارطبقه ده دابې بنسټه ده، داځکه چی په ټوله اروپاکی په میلونهاوومسلمانان دی ایاداټول خوااوتورپوستی دی؟؟؟ اودکفاروداڅرګندونې په قرانکریم کی ذکرشویدی۔
اوالله جل جلاله وموږته فرمایی:
اووایی هغه کسان چی کافران دی په حق دهغوکسانوکښې چی ایمان ئې راوړی دی داسی که چیری وی (دایمان راوړل) خیربهتره نونه به ووړومبی شوی (دغه خوارمومنان) پرموږباندی هغه ته (بلکه موږ اشراف به پری ړومبی شوی وو، نودغه خواران اوضعیفان مسلمانان)۔ (الاحقاف 11)۔
یعنی زیاتره مسلمانان کمزوری ذلیلان، وینځی مریان دی که دادین که ښه وای نوښوسړیوبه ورمنډې کړی وای اودهغه په منلوکښې به ئې زموږپه شان پوهان، لویان عزتمند اومالداره څرنګه له دې مریانواووینځوڅخه وروسته پاتی کیدل؟
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته۔