د ناټو دوه عسکر په جنوب کي ووژل سول

34 | اپریل 17th, 2010


د ناټو ځواکونه وايي د افغانستان په يوه جنوبي ولايت کي يې نن د شنبې په ورځ دوه عسکر وژل سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي دغه پوځيان د ماين په يوه چاودنه کي له منځه تللي دي، خو د آيساف د پاليسۍ له مخي د مړو عسکرو هويت پټ ساتل سوئ دئ او د پيښي اصلي سيمه يې هم نه ده ښودلې.
ناټو وايي د دې عسکرو په مړينه يې سږکال د مړو پوځيانو شمېر ١٦٢ کسانو ته ورسېدئ.

Copyright Larawbar 2007-2024