کور / نثر / پکه دادي لا بله سپکه

پکه دادي لا بله سپکه

مونږ دي په مسلماني کي شک ګڼو ته دعوه دپيري کوي مونږ دي په دوستي دوستي کي دخاوروسره خاوري کړو اونوردي هم زړه يخ نه دي اوږدمهاله پلانونه دي پاتي دي اوس غواړي يوځل بيا په شاتو کي زهر راکړي يو واردي زمونږمدرنه مسلحه قوه چور اوچپاو کړه طياري توپونه ټانګونه غټي او وړي سلاحوي ټول تخنيک رادار او اوپراتيفي نقشي يعني هرڅه دي يوړه اوپه رڼا ورځ لويه غلادي وکړه دعربستان لوي غلام جاسوس اودپاکستان دوخت صدر نوازشريف په لوړ اواز افتخار وکړو اودائي خپل بري وښود چي ما دافغانستا ن څوکلنه مسلحه قوه له منځه يوړه ٠
بيا دي نصراله بابر رامخکي کړواو زمونږ معنوي هستي دي پري چورکړه مو زيمونه ارشيفونه تا ريخي اثار هغه چي دوړلو وه هغه ئي يوړه اوهغه چي دوړلو امکانات ئي نه وه لکه دباميانو بوتان هغه ئي په ټانګونو وويشتل ټوټه ټوټه ئي کړو او بيا ئي په لويو لاريوکي بار کړه اواسلام اباد ته ئي يوړه چي دا پټي خبري نه دي ټوله دونيا پري خبره ده ٠
دونيا وال هم صادق خلک نه دي اوسترګي ئي پري پټي کړيدي تش په نوم ملل متحد ولي زمونږ داثاروپو ښتنه نکوي اوداد رڼاو رځي غله نه نيسي ٠
لکه چي دوي ته ئي هم ونډ ورکړي وي داسي معلو ميږي٠
دافغانستان خارجه وزير دملل متحد نماينده دموزيمونو لوي ريس ولي دخپلو اثارو په
مقابل کي بي مسؤليته دي ؟ ددوي وظيفه څه شي ده؟ تنها دمعاش اورشوتونو اخيستل٠
خپلي خبري ته به راشم پنجابيان غواړي زمونږ نظاميان تربيه کړي اودا نوي غوړيدلي مسلحه قوه بيا ټوټه ټوټه چور او چپاو کړي اوخپل جاسوسان پکي وروزي چي ترڅو دادونياوي افغا نستان په ارامه ساه ونه باسي ٠ايا کرزي صاحب اوزمونږ نور محترم مشران ستاسوپه نيت خبر نه دي اويا نه پوهيږي ؟ دافغانستان ټولو خلکوته که په اصطلا ح مجاهدين وه اوکه غيري مجاهدين ستاسو نيت ئي وليدو اوتاسو ئي وپيزندلي چي دنستوڼي تور ماران ياستي دوستي نلري ستاسومسلماني کي شک دي په خوله يوڅه وائي او کوي بل څه دمسلمان خوله اوزړه يو وي ٠
کرزي صاحب هرڅه به جوړ شي خداي پاک مهربان دي داسهوه ونکړي چي خپل فوځيان په پاکستانيوتربيه کړي په افغانستان کي ښه وطندوست منصبداران شته اوکولي شي
ښه وطندوست منصبداران تربيه کړي دابه سياسي سهوه وي سياسي سهوه سجده سهو
ه نلري ٠ داوه زما نظر وسلام