کور / شعر / غزل

غزل

د ژوند کوڅو کې خو هر چا وليدم
ښه شوله دا چې اخر تا وليدم
د تورې شپې تياره ګواه ده په ما
ستورو هم تا سره بيا بيا وليدم
ما ته رقيب په برندو برندو کتل
چې دروازه کې يې زه ستا وليدم
د رقيب زړه خدايږو په ما وسوځېد
چې يې ستا ياد کې په ژړا وليدم
خپلې ژړا باندې پښېمانه نه يم
که ما ونه ليد خو فدا وليدم