کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (اوومه برخه)

دتقلیدحقیقت (اوومه برخه)

ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
دقرآن کریم اونبوي احادیثوپرخلاف دعلامه کرخي حنفي له خواداصولوجوړول :
قرآن کریم اونبوي احادیث دبې ځایه تاویلونوپه مټ دخپل مذهب تابع کول داحنافواساسي اصول دي .ان ځينوحنفي علماووویلي : کوم آیت یاحدیث چي زموږدمذهب خلاف وي هغه آیت یاحدیث منسوخ دی . وګوره دوئ لیکي :
ان کل آیت تخالف قول اصحابنافانهاتحمل علی النسخ اوعلی الترجیح والاولی تحمل علی التأویل من جهة التوفیق (اصول الکرخي ص : ۸)
ژباړه : هرآیت چي زموږدمذهبي علماووله قوله مخالف وي هغه یامنسوخ دی یابه پرترجیح حمل کېږي اوښه خبره داده چي تاویل پکي وشي څوزموږدمذهب اوآیت ترمنځ توفیق راشي .
بل ځای لیکي :
ان کل خبریجئ بخلاف قول اصحابنافانه یحمل علی النسخ اوعلی انه معارض بمثله .
(اصول الکرخي ص : ۲۹)
ژباړه : هرهغه حدیث چي زموږدمذهبي علماوودقول پرخلاف وي هغه به یاپرنسخه اویاپردې حمل کېږي چي په مقابل کي یې بل داسي حدیث شته چي زموږتایدکوي .
دمکې مشرکینوهم رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته عین همداډول اصول وړاندي کړي ول اوورته ویل یې :
دقرآن کومه برخه چي زموږدعقائدوخلاف ده هغه منسوخه کړه بیادې خبره منواوایمان درباندي راوړو.
اعاذنا الله من مثل هذالتحریف .
پرملائکودتقلیدتورلګول :
اوس خپل اصل بحث ته ځوچي په هغه کي میرمحمدصاحب شیطان لومړی غیرمقلدبللی نوموړی لیکي :
کله چي ادم علیه السلام دخپل وخت خلیفه یاامام اعظم شونوملائکویې تقلیدوکړچي دادم دمقلدینوپه نوم مشهوره شوې اودوئ لومړني مقلدین ول په اول ځل چي چاله تقلیده تېښته وکړه هغه شیطان ووعین په همدې ډول په محمدي امت کي دامام اعظم رحمه الله له تقلیده دتښتېدوونکونوم غیرمقلدین دی چي دابلیس لعین پیروي اوتقلیدپه خوښي خپلوي خودامام اعظم رحمه الله له تقلیده تښتي احناف دامام اعظم رحمه الله مقلدین دي اودملائکوپه شان دخپل سترامام په تقلیدویاړي دنوموړي دخبرې خلاصه داشوه چي دامام اعظم تقلیدنه کوونکی یاشیطان اویادهغه یاردی خوڅوک چي دهغه تقلیدکوي هغه یافرشته اویادهغوئ پرلارروان دی .
ځواب : لومړۍ خبره داده چي تاادم علیه السلام خلیفه یاامام اعظم بللی نوته یوځل داووایه چي خلیفه څه ته وايي؟ الخلیفه : الامام الذي لیس فوقه امام . یاني خلیفه هغه امام ته وايي چي ترده پورته بل امام نه وي .نوتاپه کوم دلیل امام ابوحنیفه رحمه الله امام اعظم کړایادهغه په حق کي کوم قرآني آیت نازل شوی دی چي دی امام اعظم دی ؟ لکه ابراهیم علیه السلام ته چي الله جل جلاله ویلي دي :
قال اني جاعلک للناس اماما(البقرة ۱۲۴) یاني : الله جل جلاله وویل : زه تاخلکوته امام ټاکم . اوس چي تا ابوحنیفه رحمه الله لوی امام کړنوڅرګنده شوه چي ته دادم علیه السلام امامت نه منې اوپه دې سره ته دابلیس ملګری اوغیرمقلدشوې . نوموړي عالم بیالیکلي چي فرشتودادم علیه السلام تقلیدوکړاودادم علیه السلام دمقلدینوپه نوم مشهورې شوې . حیراني ده دعوه خودفاضل اوحکیم کوې خودومره ستره تېروتنه دي کړې چي دعلم اوپوهې جنازه دي ښخه کړې ده . ته په دې هم نه یې خبرچي الله جل جلاله ادم علیه السلام دځمکې لپاره دخلیفه په حیث رالېږلی وونه داسمان لپاره چي ملائکې هم ددوئ په تقلیداواطاعت ملکفې وي داسي مالومېږي چي ته دقرآن کریم په تفسیرهم خبرنه یې . نودې آیت ته وګوره ! :
اذقال ربک للملائکة اني جاعل في الارض خلیفه ( البقرة : ۳۰) یاني هغه وخت دریادکړه چي ستارب ملائکو ته وویل : زه په ځمکه کي خلیفه پیداکوم . دتفسیرجلالین لیکوال ددې آیت په تفسیرکي لیکي : یخلفني في تنفیذاحکامي فیهاوهوآدم . (تفسیرجلالین ص : ۸) یاني دی به په ځمکه کي داحکاموپه پلي کولوکي زماخلیفه وي اوهغه ادم علیه السلام دی . بله خبره داده چي تاادم علیه السلام دملائکوامام بللی سره له دې چي ادم علیه السلام دفرشتوامام نه وولکه په پورتني آیت سره چي ثابته شوه . فرشتوچي ادم علیه السلام ته کومه سجده کړې وه هغه دالله جل جلاله په امروه نه دادم علیه السلام په امر . ته دتقلیدپه نشه کي دومره بې سده شوی یې چي دفرشتوپه غاړه کي دي هم دتقلیدرسۍ وراچولې ده . اووړاندي دي موسی علیه السلام دخضرعلیه السلام مقلدبللی دی . یاني فرشتې هم مقلدې دي انبیا‌ء کرام هم خوامام یوازي ابوحنیفه رحمه الله دی . دحیرانتیاځای خودادی چي کله یوڅوک امام ابوحنیفه رحمه الله ته مقلدووايي نوپرتاسوبده لګېږي خوپه خپله موله فرشتو نیولي ترانبیاووټول مقلدین کړي دي زه پردې وېرېږم چي هسي نه یوه ورځ الله جل جلاله هم مقلدنه کړئ . نعو‌ذ بالله من همزاتکم!
اوبیادي وړاندي لیکلي چي فرشتې لومړنۍ مقلدینې شوې نوپوښتنه داده چي ملائکې چادآدم علیه السلام مقلدینې وبللې تاسوکه الله جل جلاله اویارسول اکرم صلی الله علیه وسلم؟ که تاسویاست نوستاسوخبره خوهیچاته حجت نه ده ځکه نوموږهغه څه درته وایوچي الله جل جلاله یې امرته راته کړی : قل هاتوابرهانکم ان کنتم صادقین (البقره : ۱۱۱) یاني که تاسورښتیاوایاست نودلیل موراوړئ! بیاموویلي چي له دې تقلیده تښتېدونکي ابلیس وونوزه وایم چي آدم علیه السلام شیطان ته هیڅ حکم نه ووکړی چي ده یې اطاعت کړی وای اوداستاسوعلمي خیانت دی چي وایاست : ابلیس دآدم علیه السلام له اطاعته تښتېدی بلکي ابلیس دالله جل جلاله له اطاعته تښتېدلی وو. قرآ ن کریم وګوره نودرته څرګنده به شي چي ستاخبره ترکومه ځایه کره ده؟ الله جل جلاله خووايي : ففسق عن امرربه یاني شیطان دخپل رب دامرله منلوسرغړونه وکړه اوکه ستادعوه داوي چي یوچاته سجده کول دهغه تقلیداواطاعت وي نودادعوه دي هم بې ځایه ده،ځکه دیوسف علیه السلام په اړه ویل شوي :
وخرواله سجدایاني یوسف علیه السلام ته دهغه موروپلاراووروڼوټولوسجده وکړه خوله دې سره سره هیچا نه دي ویلي چي یعقوب علیه السلام له خپلوزامنوسره یوځای دیوسف علیه السلام مقلدوو. فافهم ولاتکن من الغافلین الضالین .