دخويندو انلاين څلوريځي

سعيد لودين | اپریل 21st, 2010


ګلالۍ
زرمې ده زرګره پښتنه به درنه خپل کړمه
غږ دپښتنوالې ده درنه به درنه خپل کړمه
ما يې دايمان سبق لوستلې ده شعرونوکې
ما يې زړه ساتلې ده دمينې په لفظونو کې

زحل پرديس

زربه درته درکړم زر دانه به درنه يوسمه
ته دز ړونوغلې خزانه به درنه يوسمه
ما يې د ايمان سبق په سترګو کې لوستلې ده
مينه مې ده عشق مې دور دانه به درنه يوسمه

شمسي حفيظ سيعدي
ښکلې پښتنه ده خوږ ايمان يې په لفظونو کې
ګرځي لروبر باندې جهان يې په شعرونو کې
وينه مې ده ځان مې ده خورکۍ مې ده جهان مې ده
غږ دپښتون قوم ده ترانه د ګران افغان مې ده
نازش مهمند بشريار
نه يمه شاعره په لنډيو نه پوهيږمه
زه يې مينواله يم سلګو پسې زوريږمه
څو توري به يوځاې کړم ډالۍ به ورته ورکړمه
زر سره مې مينه په سيالۍ کې ورته ورکړمه

Copyright Larawbar 2007-2024