طالبان : په لوګر کی درې ټانکونه ویجاړ سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 21st, 2010


طالبانو ویلی چی تیره شپه یې د امریکایانو پر هغه قطار ناڅاپی حمله وکړه چی پُل علم ته نږدې د کابل ـ لوګر پر عام سړک د « کولنګار » په سیمه کی د تیرېدو په حال کی و . په دې حمله کی د هغوی درې ټانکونه ویجاړ او اته پوځیان پکښی وژل سوي او ۶ نور هم زخمیان دی .
د یو بل خبر له مخی د بغلان ولایت د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د « قلعه کهنه » په سیمه کی د جرمن پوځیانو یو ټانک په ماین والوزول سو او پکښی سپاره پوځیان یې له منځه ولاړل .
د یو بل خبر له مخی د پکتیکا ولایت د « خوشامندو » ولسوالي د « وتو خیلو » په سیمه کی د بهرنیو پوځیانو پر پلې ګزمه وسلواله حمله وسوه چی په نتیجه کی یې ۳ پوځیان مړه او ۲ نور ژوبل سول . ویل کیږی چی مړي او زخمیان په هلیکوپترونو کی انتقال سول . خبر زیاتوی چی د همدې ولسوالۍ د « مامور خیلو » په سیمه کی هم طالبانو د خارجی پوځیانو پر پلې ګزمه د یوې ناڅاپی حملې په نتیجه کی څلورو بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله .

Copyright Larawbar 2007-2024