چارواکي : د ګيزاب ولسوالي له طالبانو ونيول سوه

د لراوبر اداره | اپریل 22nd, 2010


افغان امنيتي ځواکونه وايي په روزګان ولايت کي يې له طالبانو څخه يوه مهمه ولسوالي نيولې ده.

د کندهار او روزګان د لويي لاري د ساتلو قومندان مطيع الله پوپل وايي د ګيزاب ولسوالي يې د ناټو ځواکونو په همکاري له طالبانو څخه نيولې او دې ولسوالۍ ته د طالبانو ولسوال ملا حکمت يې د څلورو ملګرو سره نيولئ دئ.

د مطيع الله پوپل د دې ادعا په هکله تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024