کور / اقتصادي / د ډالر او یورو تر منځ پټه سیالي ( دوهمه برخه)

د ډالر او یورو تر منځ پټه سیالي ( دوهمه برخه)

دویمه برخه ۲، ۲ ، ۲۰۰۸ 




۲ – د پترو ډالر – رسايکلېنگ Petrodollar -Recycling پړاو:


د امریکایي پیړۍ American Century د لومړی پړاو له ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې په نړیواله کچه د بریتانیا او متحدو ایالتونو د ناکامو اقتصادي سیاستونو له امله د دوي د هر یو پیسه، سترلېنگ پوند او په تیره ډالر د پیسو د بنسټیز واحد په توگه، له سترو ستونزو سره مخامخ شوه. ان دا چې د متحدو ایالتونو اداره دې ته اړ شوه، سره زر د ډالرو د ملاتړ (پشتوانه) په توگه له منځه یوسي او په ځای یې د ۱۹۷۱ کال د اگست په میاشت کې ازاد ارزی سیستم frei flotierendes Währungssystem رامنځته کړي. د متحدو ایالتونو د اقتصادي سیاست د بدلون “موخه یوازې دا وه، چې نړیوال اقتصاد کنترول او هر هغه هیواد چې تر کنترول لاندې نه راځي، اغیز یې له منځه یووړی شي” ( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 204).


خو د متحدو ایالتونو د اقتصادي سیاست دغه بدلون هم دومره گټه و نه کړه. ځکه له متحدو ایالتونو څخه اروپا او چاپان ته د پانگې تښته لا زیاته شوه او ډالر خپل ارزښت د سرو زرو او همدارنگه د نورو ارزونو، د ساری په توگه د المانی مارک په وړاندې، څلویشت په سلو کې له لاسه ورکړ، چې دغه حالت نه یوازې پر مالي بازارونو، بلکې پر نړیوالې سوداگرۍ ناوړه اغیز وکړ. نو له همدې امله د ۱۹۷۳ کال د می په میاشت کې د وخت د سترو اقتصادي ځواکونو د سیاسي او مالي څانگو تر ټولو غوره یوې ۸۴ کسیزې ډلې، چې د بېلدربرگ Bilderberg په نامه یادیږي او د ۱۹۵۴کال د می د میاشتې راپدېخوا څه نا څه په پر له پسی توگه د نړۍ د مالي مسایلو په اړه خبرې اترې تر سره کوي، دسویدن د زلز یوبادن Saltsjöbaden په ټاپو کې پټه غونډه وکړه.


د غونډې برخه والو ته د امریکایی پلوی یو غړی یوه سناریو وړاندې کړه. په هغې کې روښانه شوې وه، چې ښایي په راتلونکی نږدی وخت کې د تیلو د صادرونکو هیوادونو (اوپک) د تیلو له خرڅلاو څخه ترلاسه شوی عاید ٪ ۴۰۰ زیات شي (وگوري:Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1). خو د زلز یوبادن د غونډې د رابللو موخه د نړۍ د انرژې د بیې د لوړیدو مخنیوي نه، بلکې بر عکس ” د تیلو د بیې د لوړیدو د ویرې برابرول و او داسي پلانونه یې طرح کړل، چې  د تیلو له خرڅولو څخه ترلاسه کیدونکي ډالر (د تیلو ډالر Öldollar) څنگه کیدای شي، په ښه توگه وکارول شي. هنری کېسنجر په دې اړه د پترو ډالر – رسیسلېنگ له سکالو (موضوع) څخه یادونه وکړه” ( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 205). 


د دغې پریکړې بنسټیزه موخه د انگلو- ساکسون له رپ رپا (تزلزل) سره د مخامخ شوو مالي گټو بیرته ټنیگښت او په نړیواله کچه د پیسو پر بهیر د کنترول ترلاسه کول و. متحدو ایالتونو او بریتانیا په دې برخه کې له پلان سره سم د تیلو له وسلې څخه کار واخیست. ” د دوي پلان ډیر ساده و. پر تیلو نړیوال بندیز باید د هغو سمبالښت (تأمین) په ټوله نړۍ کې په اغیزمنه توگه له خنډونو سره مخامخ [او] دغه حالت به په نړۍ کې د تیلو بیه په ډراماتیک ډول لوړه کړې. دا چې له ۱۹۴۵کال راپدېخوا [د تیلو] نړیوال بازار د امریکا د تیلو د کنسرنو تر کنترول لاندې دی، دا معمول شوې، چې د هغو نړیوال حسابونه په ډالرو محاسبه کېږي. د تیلو له بیې سره سم باید امریکایي ډالرو ته غوښتنه (تقاضا) هم لوړه شي. ډالر ته مخ په زیاتیدونکې غوښتنه به هغه اغیز، چې پر ډالر دی، له منځه یوسي او د ارزښت ساتنه به یې وکړي. ډالر ته زیاتیدونکې غوښتنه به هم د هغو دریځ پیاوړی کړي، چې هغه چاپ او وړاندې کوي”  (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 207). 


د زلز یوبادن Saltsjöbaden د ستراتیژې له طرحې پوره شپږ میاشتې وروسته په رښتیا هم د تیلو بیه لوړه شوه. لامَل یې د یهودانو د پخلاینې د جشن یا یوم – کېپور Jom – Kippur په ورځ د مصر او سوریې پوځي یرغل پر اسراییلو و. ایا دا یوه ناڅاپی پیښه وه؟ نه. ځکه د متحدو ایالتونو د پخوانی ولسمشر، روزولت په اند: “هیڅ شی په ناڅاپی ډول نه پیښږې، که پیښ هم شی، هغه به په هم دې ډول پلان شوي وي“. د دغې جگړې په پیښدو کې هم د نکسن د ملی امنیت د چارو سلاکار، هنری کېسنجر ځانگړی رول درلود. د کېسنجر میتود په دې کې نغښتی و، چې نوموړی به د تک راتک په دیپلوماسې سره، د دښمنو اړخونو د یوه لوری جوابونه بل لوری ته په خپل اند او طریقې سره بیان او څرگند کړل، چې د هغه دا ډول کړنه د جگړې او بالاخره د عربو له خوا د تیلو د بندیز لامَل شو (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 208).


 د یوم – کېپور Jom – Kippur یا د عربو په اصطلاح د اکتوبر د جگړې له پیل څخه لس ورځې وروسته د اوپک د سازمان غړو هیوادونو د ویانا په غونډه کې له یوې خوا د تیلو بیه اویا په سلو (هر بیرل له ۰۱ ،۳ ډالرو څخه ۱۱ ،۵ ډالرو ته) کې لوړه او له بلې خوا یې د خپلو  تولیداتو ونډه پنځه په سلو کې راټیټه او متحدو ایالتونو او نیدرلند ته د خپلو تیلو پر صادراتو بندیز ولگاوه. دوي څو میاشتې وروسته یانې د ۱۹۷۴ کال د جنوری په لومړې نیټه د تهران په  غونډه کې یو ځل بیا د خپلو تیلو د هر بیرل بیه ۶۵ ، ۱۱ ډالرو ته لوړه کړه (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 209-211).


 د زلز یوبادن د ستراتیژې په پلي کیدو سره، د تیلو د بیې دا ډول لوړیدو له یوې خوا د هغو واردونکي، له المان څخه نیولی تر هند، چاپان، ارجناتین او په تیره پرمختیایي هیوادونه له دې ستونزې سره مخامخ کړ، چې دوي به څنگه او له کومو لارو ډالر ترلاسه کړي، چې د خپلې اړتیا وړ تیل واخیستلي شي، او له بلې خوا د تیلو صادرونکي هیوادونه (اوپک) د هغو د لوړې بیې له امله په پترو ډالر کې ډوب شول. د اوپک د سازمان غړو هیوادونو نشو کولي، له دغه اندازه پترو ډالر څخه په خپلو هیوادونو کې گټه ترلاسه کړي، نو ځکه د دغو ډالرو یوه زیاته برخه د لندن او نیویارک بانکونو ته، په یوې نوې پروسه کې د گټې اخیستنې په موخه، ولیږدول شول. هنری کېسنجر دغه پروسه په نامه دې پترو ډالر – رسیسلېنگ Petrodollar -Recycling یاده کړې ده. امریکایي او بریتانوي بانکونو به د اوپک له غړو هیوادونو څخه ډالر ترلاسه او بیا به یې هغه د یورو- ډالر د پور د سند Eurodollar – Bond او یا د پور په بڼه، هغو پرمختیایي هیوادونو ته، چې د تیلو د وارداتو د تمویل او نورو پرمختیایي پروژو له پاره هغو ته اړینه اړتیا درلوده، ورکول. د پترو ــ ډالر د پور زیاتیدل د تیرې پیړۍ د اومې لسیزې له نیمایی وروسته د پرمختیایي هیوادونو د پوروړل کیدو بنسټ شو. دغه کړکیچ هغه وخت لا نور ژور شو، کله چې ” په کال ۱۹۷۹ کې متحدو ایالتونو د کمزوری ډالر د ژوغورنې په موخه، په یو اړخیزه توگه د بانکی وگې (سود) ونډه لوړه کړه” (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1). په دې توگه له اقتصادي پلوه پرمختیایي هیوادونه د صنعتي هیوادونو د دولتي او خصوصي په تیره د امریکایي او بریتانوي بانکونو په پورونو او د هغو په لوړې وگې کې ډوب شول. د بیلگې په توگه  د نوموړو هیوادونو د سوداگرۍ د بیلانس کسر په ۱۹۷۴ کال کې ۳۵ میلیارده ډالره و (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 216)، چې هغه په ۱۹۷۶ کال کې ۴۲ میلیاردو ډالرو ته لوړ شو (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 236). د پرمختیایي هیوادونو د پوروړ کیدو دغه لړۍ همداسي دوام درلود. د دوي د ټولیز پور ونډه په ۱۹۸۷ کې ۲۸۶ .۱ میلیارده ډالره، په ۱۹۹۰ کال کې ۳۴۱ .۱ میلیارده ډالرو (وگوري: Handbuch für Internationale Zusammenarbeit, Bd1, I0002, 1993, S.20) ته لوړه شوه. لاندنی جدول د پرمختیایي هیوادونو د پورونو ونډه لا په ښه توگه روښانه کوي. 
 


د پرمختیایي هیوادونو د پور ونډه (شمېرنې په میلیارد ډالرو)















































 
 
کال


د پرمختیایي هیوادونو د پور ونډه


 
ټول پرمختیایي هیوادونه


د هغو په ډله کې:


تر ټولو بیوزلي او زیات پوروړي هیوادونه


۱۹۹۸


۹ .۲۵۲۲


۱ .۱۵۲


۱۹۹۹


۵ .۲۵۶۲


۹ .۱۵۱


۲۰۰۰


۹ .۲۵۰۳


۹ .۱۴۵


۲۰۰۱


۴ .۲۴۷۱


۵ .۱۴۳


۲۰۰۲


۳ .۲۵۳۳


۹ .۱۳۹


۲۰۰۳


۹ .۲۷۲۴


۸ .۱۴۵


۲۰۰۴   *


۰ .۲۷۶۳


۳ .۱۴۵


۲۰۰۵   *


۱ .۲۸۳۰


۹ .۱۴۸


  * اټکل شوې شمېرنې


   


اخځونه :


Die Zeit, Nr.42, 07.10.2004 


د پترو- ډالر د برترې پړاو نه یوازې د ډالرو د ژوغورلو هڅه وه، بلکې د هغه په مرسته متحدو ایالتونو د خپلې د ترلاسه شوې برترې له جیوپولتیکي ماتې څخه څه نا څه مخنیوي وکړ. د ډالر ارزښت او د متحدو ایالتونو برترې هغه وخت  لا نور ټنیگښت وموند، کله چې ” په ۱۹۷۵ کال کې د اوپک د سازمان غړو هیوادونو په رسمی توگه اعلان وکړ، چې خپل تیل یوازې په ډالرو خرڅوي. د متحدو ایالتونو د یوې پټې پوځي اعلامیې له مخې، د هغه بدل، د سعودي عربستان په وسلو سمبالول و” (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1). خو سره د هغه هم د تیرې پیړۍ په اتمه لسیزې کې یو ځل بیا په چاپان کې داسی نظریه رامنځته شوه، چې ۳ ازره لکه ډالر، چاپانی ین او المانی مارک دې، د نړۍ د ارزي زیرمو رول سره وویشي. خو د دوي دغه وړندیز هیڅکله و نه منل شو او د سړې جگړې تر پایته رسیدو پورې ډالر پرته له کوم سیاله د مخکښ ارز په توگه او د پیسو بنسټیز واحد پاتی شو.


پاتي نور بیا   ددې ليکني لومړۍ برخه له دې ځايه ولولئ

.