وزيرستان: بې پيلوټه الوتکي مرګ ژوبله واړوله

34 | اپریل 24th, 2010


د شمالي وزيرستان له مرچي خېلو څخه ورکړل سوي تازه خبرونه وايي چي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کي اووه تنه مړه سوي او څو نور هم زخميان دي. راپور وايي بې پيلوټه الوتکي پر يوه کور پنځه راکټونه فاير کړل چي له امله يې ويشتل سوى کور له خاورو سره برابر کړ.
د پيښي په هکله تر اوسه نور جزيات نه دي ورکړل سوي چي وژل سوي کسان وسله وال او که ځايي ملکي کسان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024