کور / رسنۍ / چي ته ژړېږې زه به هم ژاړمه

چي ته ژړېږې زه به هم ژاړمه

ځواني شاعري غونچې پښتنې ته:

غنچه پښتنه د کوټی اوسېدونکې ده. یوه په زړه زخمی پښتنه ده چی د درد او کړاو اواز یې هیچا وانه ورېدی. هغه د خپلی ارادې په خلاف داسی چاته واده سوه چی هغې نه په ژوند کی لیدلی او نه یې غوښتل چی ورته واده سی. زه نه یم خبر چی غنچه به د څو کالو وي خو هغه موږ ته وایی چی د خپلی سیمی د کوم ځلمي سره یې د زړه مینه درلوده او غوښتل چی هغه یې د ژوند ملگری وي. د هغې د مینی سوز د هغې د هغی شعری مجموعې څخه ښکاري چی تقریبا په یوه میاشت کی یې بشپړه کړې او تقریبا ټول نظمونه او غزلي یې خپلی پاکی مینی ته وقف کړي دي. څرنگه چی دا شعرونه بېخی په تازه کلونو کی لیکل سوي دي نو زه په یقین سره ویلای سم چی غونچه لا اوس هم ډېره ځوانه ده ، او لا د ژوند ډېر اوږد واټن په مخکی لري. زه د هغې د ژوند د ټولو ناخوالو سره سره د هغې د قلم څوکه تېره غواړمه. کوټی ته می د یوه سفر په ترڅ کی د هغې د« وایه خوب به څنگه راسي » تر عنوان لاندی دغه شعری مجموعه ترلاسه کړه. په امریکا کی مي د نورو نویو ترلاسه کړو کتابونو په سلسله کی ددغی وړې مجموعې پاڼی هم واړولې. د دې وړې شعری مجموعې اغېزه تر ډېرو لویو کتابونو ژوره وه او چی څرنگه می د دې شعرونو لوستل پای ته ورسول په هغه شپه مي دغه نظم ولیکی. پرېږده چی د یوې نامرادي میني د غم لړلي داستان څخه زما یوه نیمگړې خاطره وي. (عبدالباري جهاني)
چی ته ژړېږې زه به هم ژاړمه
څوک یې نجلۍ چی می په نیمه شپه کي
له سترگو تښتوې خواږه خوبونه
ستا له زگېریو مي خیالونه زخمي
ستا له زخمو راته راځي دردونه
زه دي له دې ځایه وئ وئ اورمه
زما نازولي ښایستې پښتنې
زه دي د سوي زړه زگېروئ اورومه
زما زمولېدلي سرې غونچې پښتنې
‏«‎ ته یې خبره په مذهب د مینی‏»‎
‏«‎ ځکه پر تا باندی اوس گران دئ جانان‏»‎
‏«‎ زه یې منم چی دي په زړه کی اوسي‏»‎
زه دا منم چی دي ایمان دئ جانان‏»‎
ته لکه شمع په تیارو کی ژاړې
کرار کرار دي ویلېدل زده کړي
د خپل جانان د بېلتانه پر پله دي
پر سر اورونه بلول زده کړي

زړه مي را ډک سي وایم چیغی کړمه
ستا له قاتله انتقام واخلمه
چی ستا د پاکي میني خون یې کړئ
زه یې د سرو وینو ډک جام واخلمه
هم دمخلوق په مخ کی سپین کړمه ځان
هم له خالق څخه انعام واخلمه
نجلۍ له درده سوځم سره لمبه سم
چی ته بې برخي له خوښیو گرځې
راته د گل څانگي اغزي اغزي سی
چی ته بېزاره له سپرلیو گرځې
چی ‏«‎ دي له خپلو پر زړه غشي اوري‏»‎
خود به زړه ماتې له پردیو گرځې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
گوره نجلۍ ته خو یوازی نه یې
داسی یې ډېری درخانۍ وړي دي
د نیل د خدای له قهره ډېری ښکلي
کله څپو کله سیلۍ وړي دي
داسی زرگوني سوې پر څانگو وچي
چایې له ښاخ سره غوټۍ وړي دی
له افسانو یې نکلچي سو ستړی
پېغلي کیسې یې تر شپېلۍ وړي دي
له فریادونو یې څوک نه سول خبر
چیغی یې ستوني کي زیندۍ وړي دي
خو دا خبره مي په زړه کی گرځي
چی نجلۍ ستا سره زگېروئ نه وایی
تش د فریاد لپاره نه یې پیدا
ستا له لویي سره وئ وئ نه وایی
چی پر کیسو به یې د اوښکو شپه وه
هغه نامرادي درخانۍ تللي دي
اوس د بدرۍ کلي ته نه ورځي څوک
هغه د اوسپني څپلۍ تللي دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستا گوتي خدای په قلم ښکلي کړلې
ته نازولې د بادار یې نجلۍ
نجوني به ستا گرېوان ته لاس اچوي
ته اوس ملاله زموږ د ښار یې نجلۍ
پرېږده د میني دا وړې خبري
زموږ حماسو لره په کار یې نجلۍ
ستا په پاکۍ ستا په عزت می قسم
له پرهارونو دي خوږېږم دلته
پر نیمه شپه دي پټي ساندي اورم
لکه بې وسه مور ژړېږم دلته
ته‏«‎وایه خوب به څنگه راشي‏»‎ ماته
ستا په لمبه چی زه سوځېږم دلته

خو زما ملالي زما غونچې پښتنې
ته اوس د شپو د سپینولو نه یې
ته چي خالق موږته شاعره کړلې

نور پر خپل ځان د ژړېدلو نه یې
ته خدای د فکر د پرواز مېرمن کړې
ته د قفس د اوسېدلو نه یې
د قلم څوکه دي تېره که نجلۍ
چی ستا د چیغي د ایستلو وخت دی
پښتنې خویندي زولنې شرنگوي
نن د زندان د ړنگولو وخت دی
په دې گونگي په دې ړانده اولس کي
ستا د آواز پورته کېدلو وخت دی
د رواجونو د وحشي زولنو
په یوه ږغ د ماتولو وخت دی
ته به راځې موږ به یوازي نه یو
د ابوجهل د وژلو وخت دی

راځه په گډه حماسه جوړه کو
په یوه ږغ به هنگامه جوړه کو
ته پلو راوړه زه شمله دروړمه
پر غلیمانو به تیاره جوړه کو
د ظالمانو پر نړۍ به غونچې
په نیمه شپه کي زلزله جوړه کو
پښتنې لوري اوښکي مه تویوه
سبا به مور یې چی جهان زنگوې
زه دي له سیاله سره سمه غواړم
ته به په غېږ کی خوشال خان زنگوې
تاته اوه زامن پر غولي ښه دي
ټول به اکبر او ایوب خان زنگوې
پښتنې اوس دي مبارک سه خپل کور
په خپل عزت کی څومره ښه ښکارېږې
ژوندون یوازي مینه مینه نه ده
گوره په پت کي ښایسته ښکارېږې
ستا له عصمت سه زر غلیمه قربان
په خپل پلو کي فرشته ښکارېږې
ته لا نجلۍ یې ستا زلمۍ ویني لا
د وخت پېچومي آزمېیلي نه دي
ته لا تر اوسه په ساحل کی اوسې
تا د توپان څپې لیدلي نه دي
تاته لا گوري د ازل څپېړي
چی پر نازک مخ دي خوړلي نه دي
ورځه له نجونو سره ونڅېږه
ځه د بوډۍ په ټال کی وزنگېږه
ځواني یو ځل ده بیرته نه راگرځي
نن د سهار نسیم ته ومسېږه
یو ځل د غاړي هار دانه دانه که
ځه له همزولو سره وخندېږه

خو ما خبرکه چی خندلي دي وي
چی په همزولو کی نڅلي دي وي.
ویرجینیا
٢٠٠٨-١٧ سپټامبر